په ژوندی پڼه خپرونه
    په افغانستان کې دامريکائي عسکرو ځای ګرجي عسکر ډکوي

    په افغانستان کې دامريکائي عسکرو ځای ګرجي عسکر ډکوي

    © AFP 2016/ Paul J. Richards
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1621

    دګرجستان داردو ددريم پلي لوا د ۳۱ پلې کنډک ،دغوره شوي ټولی پرسونل اوس ډ«پياوړي ملاتړ » په ماموريت کې دبرخه اخستو په موخه په افغانستان کې دي .

    . دامطلب د پنجشنبي په ورځ دګرجستان ددفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ور کړی دي

    دګرجستان داردو يولوړ پورې استازي ډګروال ماموک کفترازه په افغانستان کې دپو ځيانو سره ليده کاته کړي دي دامطلب د (ګرجستان نووستي) ور کړی دي.

    دګرجستان دعسکرو دنده د افغانستا ن په کابل کې د «پياوړي ملاتړ » دماموريت دقرارګاه دامنيت ټينګول دي.

    دګرجستان دغه غوره شوی ټولی دامريکا متحده ايالاتو دځواکونو ځای نيسي.

    دليږد رسمي مراسم ډ«پياوړي ملاتړ » په ماموريت کې وروسته ترسره کيږي.

    افغانستان ته دګرجستان داردو ددريم پلي لوا د ۳۱ پلې کنډک غوره شوي ټولی د پرسونل ليږد ، دګرجستان دپارلمان ۲۰۱۴کال ددسمبر د ۲۶ نيټي دپريکړې پر اساس ترسره کيږي. ګرجي عسکر به په افغانستان کې شپږ مياشتي دنده تر سره کوي.

    د «پياوړي ملاتړ » ماموريت د ۲۰۱۵ کال دجنوري په لومړۍ نيټه وروسته له هغه چې په افغانستان کې دامريکا متحده ايالاتو او دهغې متحدينو خپل پو ځي ماموريت پای ته ورساوه پیل شو.

    د ۲۰۱۵ کال دپيل نه په کابل ، کندهار ، هرات ، ،مزارشريف کې ۱۲ زره عسکر ځای پر ځای شوي دي دوي محاربوي دندې نه ترسره کوي په افغانستان کې دناټو ځواکونه يواځي مدافعه کوي او دافغان ځواکونو سره په محاربوي فعاليتونو کې برخه نه اخلي

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی