په ژوندی پڼه خپرونه
    امریکايی پوځي د سپورتي علاقمندۍ له کبله د افغانانو په وژلو اعتراف کړی

    په ننګرهار کې د ډزو ګناه د چا ده؟

    US Army / SPC Gul A Alisan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15331

    د هغو پینځو تنو امریکایي عسکرو روغتیایي حالت، چې د ننګرهار ولایت د والي په ماڼۍ کې له افغاني پوځیانو سره په ډزو کې ټپيان شوي، سخت، خو ثابت دی.

    دغه خبر په افغانستان کې د Sputnik سرچینو ورکړی دی. پخوا خبر ورکړ شوی و، چې په ډزو کې یو امریکایی پوځي او یو افغان پوځي وژل شوی. دغه پېښه د چا په ګناه راپیدا شوې او ولې امریکایانو ځانته د دې اجازه ورکړې، چې د افغانستان د دولتي ادارې په ساحه کې د ډزو اور بل کړي؟

    د « افغانستان پیوستون ګوند » غړی حفیظ راسخ داسې ګڼي، چې د دغې پېښې په تړاو دوې نظریې شتون نشي لرلای. خبره بیخي روښانه ده، ګناه د امریکایانو ده. ده د Sputnik Dari له خبریالې سرحد زحل سره په مرکه کې وویل: امریکایان، له یوڅو جګپوړو چارواکو پرته، نور افغانان په سړیو کې نه ګڼي، نو ځکه، چې څنګه یې زړه وغواړي، همغسې ملنډې پرې وهي. ښاغلي راسخ زیاته کړه:

     زموږ د مرکې یو برخه وال، د افغانستان د پارلمان د ولسي جرګې وکیله جنرال نظیفه ذکي وایي، چې د افغانستان د وسله والو ځواکونو په لیکو کې ډېر شمېر داسې وګړي شته، چې له تروریستي ګروپونو سره تړاو لري، نو ځکه یې له ترور سره لېوالتیا زیاته ده:

    خو د « افغانستان پیوستون ګوند » غړی حفیظ راسخ له دغه نظر سره موافق نه دی او داسې ګڼي، چې د افغانستان د اردو لیکو ته منلدود ډېر سخت شرایط لري او هرڅوک هم له دغه بهیره په اسانۍ نشي تېرېدای. حفیظ راسخ زیاتوي:

    د افغانستان د رسنیو د اطلاعاتو له مخې، په ننګرهار ولایت کې داسې کمیسیون جوړ شوی، چې د والي په ماڼۍ کې د امریکایي او افغاني عسکرو ترمنځ د پېښ شوي ټکر علتونه وپلټي. کمیسیون خپل کار پيل کړی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی