په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان امنيتي ځواکونوپه تيرو۲۴ ساعتونو کې ۱۹ مخالف وسله وال وژلې دي

    افغان امنيتي ځواکونوپه تيرو۲۴ ساعتونو کې ۱۹ مخالف وسله وال وژلې دي

    © Flickr/ istec ice
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1011

    افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ۲۴ ساعتونو کې ديولړپوځي عملياتو په لړ کې ۱۹ (طالب ) وسله والوال وژلې دي. دامطلب دکورنيو چارو وزارت ورکړی دي.

    « پوځي عمليات په هرات، خوست، هلمند، ميدان وردګ، سرپل، تخار، فارياب، او جوزجان ولايتونو کې ترسره شوي دي، چې په پائيله کې، ۱۹ «طالبان» وژل شوي دي.او يوتن دملي امنيت لخوا نيول شوی دي.»دا مطلب دکورنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې راغلی دي. دحکومتي ځواکونو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دې ورکړل سوي.
    دوزارت دمعلوماتو پر بنسټ پو خيانو يوشمير سپکې او درنې وسلې هم لاسته راوړې، اوددې ترڅنګ ئې ۱۷۰۰ کيلوګرامه چاودېدونکې توکې له منځه وړي دي.
    په هيواد کې د «طالبانو » سخت دريځه ډله فعاليت کوي. دافغانستان پوځي ځواکونه تل ددوی پر وړاندې پوځي عمليات ترسره کوي، چې دنښتو له امله ملکې کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی