په ژوندی پڼه خپرونه
    لوروف اواتمر روسيه اوافغانستان

    روسيه به له افغانستان سره دترهګرۍ اومخدره توکو پرضد مبارزه کې، خپلو مرستو ته دوام ورکړي

    © Sputnik/ Grigoriy Sisoev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2321

    روسيه چمتو ده، له افغانستان سره دترهګرۍ اومخدره توکو ضد مبارزه کې هراړخېزه مرسته وکړي.

    دامطلب نن دچهارشنبی په ورځ دروسيي دبهرنيو چارو وزير سرګي لوروف، دافغانستان دولسمشرمحمد اشرف غني دملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره دخبرو پرمهال څرګند کړی دي. « موږ ښه پوهيږو، چې تاسي په رښتياهم دروسيي اوافغانستان داړېکو پر اهميت پوهيږي، زموږ عنعنوي دوستۍ، او همکارۍ. دامطلب لوروف څرګند کړ. ده زياته کړه زه هيله من يم، چې تاسي پخپل وظيفوي پوست کې داکار ترسره کړي.« موږ چمتو يو، په افغانستان کې دثبات راوستلو په موخه، بشپړه همکارۍ وکړو.چې دآيو ساده کار هم نه دي. داخبره لوروف وکړه. ده زياته کړه موږ چمتو يو، ستاسواو دافغانستان دنورو انډيوالانو سره چې دترهګرۍ او مخدره توکو پرضد مبارزه کوي، له نږدې همکارې وکړو».

    لوروف وويل چې دغې موخې ته درسېدو دپاره ددواړو هېوادونو ترمنځ دواړخيز ميکانيزم جوړ شوی دي.دروسيي دبهرنيو چارو وزير وويل دپخوانۍ ولسمشر حامد کرزي په موده کې اتمردحکومت  په بيلابيلو پوستونو کې د ډير وخت دپار کار کړی دي. خوتيرکال  دولسمشرۍ دټاکنو وروسته چې ولسمشر محمد اشرف غني اعلان سو، تاسو لومړۍ کس ياست، چې په نوی دنده وټاکل شوې، چې داستاسو مسلکې پوهه ښيئ.لوروف زياته کړه، تاسي دخپل هېواد يو هېوادپال کس ياست.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی