په ژوندی پڼه خپرونه
    په تاجکستان کې د افغاني نیشه یي توکو په وړاندې مبارزه څنګه کوي

    په تاجکستان کې د افغاني نیشه یي توکو په وړاندې مبارزه څنګه کوي

    © Sputnik/ A.Goryachev
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3321

    په تاجکستان کې د نیشه یي توکو د سوداګرو ستر ګروپ له منځه یووړل شو. د تاجکستان استخباراتو د نیشه توکو ۶ تنه سوداګر نېولي دي.

    دوی له افغانستان څخه تاجکستان او وروسته روسیې ته د نېشه یي توکو پر وړلو بوخت وو. په دوشنبې کې زموږ ځانګړی خبریال ګالیم فسخوتدینوف په خپل چمتو کړي راپورتاژ کې په همدې تړاو داسې لیکي:

    د نیشه یي توکو د سوداګرو پر ضد په ځانګړو عملیاتو کې د یو څو امنیتي اورګانانونو کارکوونکو همزمان ګډون کړی وو. د تاجکستان په جنوب کې د دغو عملیاتو په نتېجه کې د اپینو په ګډون ۱۴ کیلوګرامه نیشه یي توکي ونېول شول. په دغو عملیاتو کې ۶ تنه نېول شوي. په دوی کې یو افغان دی، چې ۲۰ کاله عمر لري. دغه واقعیت د دې ویندوی دی، چې د نېشه یي توکو د قاچاقیانو د دغه ګروپ رغښت ډېرقومي څرنګوالی لري. دغه ګروپ، لکه چې پېښې ښیي، د افغانستان د نېشه یي توکو د قاچاقي وړنې په هغه لاره کې کار کاوه، چې د « شمالي لارې » په نامه یادیږي. د نېشه یي توکو د قاچاقي وړنې دغه لاره د منځنۍ اسیا له منځه روسیې ته راغلې او وروسته ان تر اروپا پورې غزېدلې ده. د تاجکستان د ولسمشر د دفتر په اډانه کې د نیشه یي توکو د کنټروا او څارنې اژانس لوی رییس روستم نظروف په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې زیاتوي:

    د دې لپاره چې نیشه یي توکي د هغو کاروونکو ته ورسول شي، باید د یو څو هېوادونو له خاورې تېر شي. د نېشه یي توکو د قاچاقي وړنې د « شمالي لارې » په تړاو د غږېد په ترڅ کې د یادولو وړ ده، چې ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د دغې لارې په اوږدو کې پراته دي او دغه هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري. دغه لاره له قزاقستان څخه تېريږي او روسیې ته رارسیږي.

    د یادولو وړ ده چې د لټون او پلټلو چارې اوس هم دوام لري. او د دې احتمال شته، چې امنیتي کارکوونکي به نور داسې کسان هم ونیسي، چې له دغه ګروپ سره تړاو لري. کېدای شي، چې د دغه ګروپ ځیني غړي، له تاجکستان څخه دباندې وي. دغه کار به د تاجکستان د نیشه یي توکو پرضد د مبارزې پولیسو ته د دې شونتیا ورکړي، چې د افغانستان په ګډون د نورو هېوادونو د نیشه یي توکو پرضد د مبارزې د پولیسو په همکارۍ د نیشه یي توکو د قاچاقیانو د نېولو په موخه ځانګړي عملیات سرته ورسوي. د تاجکستان د نیشه یي توکو د څارنې اژانس د افغانستان په څلورو ولایتونو کې خپل استازي لري. او د دغه کار علت دا دی، چې په منځنۍ اسیا کې د نیشه یي توکو د سوداګرۍ له اړخه حالات په بشپړ ډول په ګاونډي افغانستان کې له حالاتو سره تړاو لري. تاجکی جنرال د خپل همدغه باور د څرګندولو په ترڅ کې زیاتوي:

    په تاجکستان کې د نیشه یي توکو د سوداګرۍ له اړخه د حالاتو څرنګوالی تر هرڅه زیات په افغانستان کې د حالاتو له څرنګوالي سره نېغ په نېغه تړلی دی. په وروستیو کالونو کې په افغانستان کې د اپینو د کرنې او تولید زیاتوالی له ورایه ښکاري. سربېره پر همدې، اوس په افغانستان کې د چرسو او بنګو کرل هم زیات شوي دي. بې له کومه شکه، دا ټول، نه یوازې په تاجکستان کې، بلکې په هغو ټولو هېوادونو کې چې له افغانستان سره نېغ په نېغه ګډه پوله لري او یاد د افغاني نیشه یي توکو کاروونکي دي، د نیشه یي توکو د سوداګرۍ پر وده زیات اغېز لري.

    د ملګروملتونوټولنې د نیشه یي توکو او جنایتکارۍ پرضد د مبارزې د ادارې د اطلاعاتو له مخې سږ کال په افغانستان کې د نیشه یي توکو ډېر زیات حاصلات راټول شوي دي. د بین المللي څارونکو د ارزونو له مخې، افغاني کرګرو تر ۶،۵ زرو ټنو زیات اومه اپين راټول کړي دي. له دومره اپینو تقریبا ۹۰۰ ټنه هیرویین جوړیږي. کارپوهان په افغانستان کې د نیشه یي توکو د حاصلاتو د زیاتوالي علت په دغه هېواد کې د وضعې ګډوډي بولي. له افغانستان سره د بین المللي اقتصادي مرستو د پروګرامونو د کمېدو په شرایطو کې ډېر شمېر افغانان د اپینو په کر کې ښکیلیږي او د خپلو محصولاتو د پلورنې لارې لټوي. نو ځکه ویلای شو، چې په اوسنی پسرلي او راروان اوړي کې به د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نیشه یي توکو پرضد د مبارزې د پولیسو ژوند ډېر ناکراره او نارامه وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی