په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان جلال اباد بمي چاودنې

    دافغانستان په ختيځ کې، دترهګرۍ چاودنې له امله ۳۷ تنه وژل شوي دي

    © AP Photo/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4111

    دافغانستان په ختيځ کې دجلا جلا بمي چاودنو له کبله دوژل شووکسانو شمير ۳۷ تنو ته رسيدلی، او ترسلو تنو زيات نور کسان ټپيان شوي دي. دامطلب د «پژواک» اژانس ور کړی دي.

    دغه چاودنې نن دشنبي په سهار دننګرهار ولايت په مرکز جلااباد ښار کې تر سره شوي دي. يوه چاودنه بانک ته نږدې شوی ده.اوبله چاودنه داطلاتواو کلتوررياست په ودانۍ کې شوی ده. مخکې د ۲۲ کسانو دوژل کېدا، او ۵۰ تنو ټپيانو رپوټونه ځپاره شول، اوداسي ويل شوي وو، چې ټولې درې چاودنې شوي دي لکه چې اسوشيتيد پرس اژانس خبر ورکوي چې دريمه چاودنه دريموټ کنترول پواسطه ترسره شوی ده. او موخه ئي دامنيتي ځواکونو په نښه کول وو.

    د «اسلامي دولت» وسله والو کسانو ددغو ترهګرۍ برېدونو مسئوليت په غاړه اخستی دي.

    د ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال په وروستیو کی ناټو او امریکا په رسمی توګه په افغانستان کی د امنیت د ټینګښت په برخه کی خپل پوځی ماموریت پای ته ورساوه ، د ناټو د استازو په حواله ویل کیږی چه ، د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د پیل څخه به د دغه پوځی سازمان د هغو پوځی امنیتی قطعاتو په ځای چه ۱۳۹ زره تنه پوځیان په کی شامل وو ، په افغانستان کی  ۱۲ زره تنه پوځیان پاتی شی.

    ۲۰۱۴ زیږدیز کال په افغانستان کی په تروریستی بریدونو کی ، خلکو ته د مرګ ژوبلی له مخی تر ټولو خونړی کال وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی