په ژوندی پڼه خپرونه
    ذافغانستان ولسي جرګې وزيرانو ته داعتماد رايه ورکړه

    دافغانستان ولسي جرګې ، دنوی کابينې ۱۶ وزيرانو ته داعتماد رايه ورکړه

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3811

    دافغانستان ولسي جرګې، دملي يوالي دحکومت ۱۶ وزيرانو ته داعتماد رايه ورکړه.

    داقتصاد وزير ستار مراد،  عدليه وزير عبدالبصير انور، دمخدره توکو ضد مبارزې وزير سلامت عظيمي، داعتماد رائې ترلاسه کړي دي. دامطلب خامه پرس اژانس ورکړی دي.

    دکابيني ۹ غړي لا پخوا تائيد شوي وو. ددوی په منځ کې د ماليي وزيراکليل احمد حکيمي، دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دي. دملي دفاع وزارت ته لا تراوسه څوک نه دی ټاکل سوی.

    .دنوی کابيني جوړول دجنوري په ورستيو کې، واک ته د محمد اشرف غني تررسيدو درې مياشتي وروسته اعلان شو.  د۲۵ وزيرانو دجملې څخه ۱۲ وزيران دعبدالله عبدالله لخوا، چې دولسمشرۍ په ټاکنو کې دمحمداشرف غني سيال و، ټاکل کيږي. دسيالۍ په سختو شرايطو کې عبدالله په ټاکنو کې خپله ماتې ومنله، او موافقه ئي وکړه چې داجرائيه رياست په پست کې کار کوي.

    د رويټرز اژانس دخبر سره سم، دکابيني کليدي څوکۍ د غنی او عبدالله دپلويانو ترمنځ ويشل شوي دي. دفاع وزارت ته کانديد شير محمد کريمي او دماليي وزير غلام جيلاني، سياستوال — دغني نږدې کسان اوپلويان ګڼي اود کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني دعبدالله عبدالله دپلويانو څخه دي

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی