په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان ځواکونه

    په افغانستان کې امنيټي ځواکونو۳۰ تنه وسله وال مخالفين وژلې دي

    © AP Photo/ Massoud Hossaini
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3911

    دافغانستان يه شمال کې، لږ ترلږه ۲۸ تنه سخت دريځه «طالبان» او دهغوي قوماندانان وژل شوي دي. دامطلب دکورنيو چارو وزارت ورکړی دي.

    په هغو ځانګړو عملياتو کې چې دکندوز ولايت دامام صاحب په ولسوالۍ کې ترسره شول، د «طالبانو » دډلې قوماندان ملا مصطفی وژل شوی دي.

    « ملا مصطفي دورستيو ترهګرۍ بريدونو مشرۍ پر غاړه لرله، اوپه کندوز کې دبې ثباتي لاعامل و.» دامطلب طلوع تلويزيوني چينل،  دکورنيو چارو وزارت له قوله ورکړی دی. ددوشنبي په ورځ په سلګونه تنه وسله والو کسانوپر پوليسواو دتلاشی پر پوستو  حملي وکړي.

    وسله والو طالبانودولايت دمرکز دنيولو ګواښ کړی دي. دکندوز دپيښو له امله دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هند ته خپل سفر وځنډاوه.

    داځلورمه ورځ ده چې دحکومتي ځواکونو او وسله والو اورپکو ترمنځ جګړه روانه ده.  ددوشنبي په ورځ دکندوزولايت ته ۲۰۰۰اضافي عسکروليږل شول، خو عمليات تراوسه دوام لري. ديري کارپوهان په دې انديښنه کې دي، چې ولايت به د«طالبانو» له خوا سقوط وکړي.  

     

     

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی