په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان په شمال ختیځ کی د ځمکی ښویدل

    د افغانستان په شمال ختیځ کی د ځمکی د ښویدو له کبله تر ۵۰ تنو ډیر خلک قربانی شول

    © AP Photo/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4311

    د سی شنبی په ورځ د افغانستان په شمال ختیځ کی لږ تر لږه ۵۲ تنه د خمکی د ښویدو له کبله مړه شوی دی. په دی هکله خبر د بدخشان والی ورکړی دی.

    د بدخشان د والی شاولی الله ادیب په وینا دغه پیښه په دی ولایت کی د تاجکستان سره پولی ته نژدی سیمه کی رامینځ ته شوی ده. په دی هکله دغه خبر د « آسوشیتد پرس آژانس » ورکړی دی.

    نوموړی زیاته کړه چی « سیمی ته په کومه کی چی ځمکه ښویه شوی ده، تګ را تګ ډیر ګران دی »، او یواځی « په چورلکو کی ښوونی ده چی یاد ځای ته تګ وشی ». په خپلو خبرو کی نوموړی دا هم وویل؛ چی« نن مونږ نه شو کولای د پیښی سیمی ته ولاړ شو، چورلکی ته په تمه یو چی سیمی ته مونږ ورسوی».

    د طبعی پیښو سره د مبارزی د اداری استازی سید عبدالله همایون دهقان په دی هکله وویل، چی د ځمکی د ښویدو له کبله تر سلو پوری کورونه د خمکی لاندی شوی دی. 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی