په ژوندی پڼه خپرونه
    ملي پوليس

    دافغانستان امنيتي ځواکونو ۵۱ «طالبان» له منځه وړي دي

    Afghanistan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5301

    په افغانستان کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کي دامنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترځ لږ تر لږه ۵۱ «طالب» وسله وال وژل شوي دي دامطلب شينهوا اژانس دکورنيو چارو وزارت ديوې خبرتيا له مخې ور کړی دي.

    « پوځي عمليات په کنر، ننګرهار، بغلان، کندوز، فارياب، بدخشان، سرپل، چوزجان، کندهار، زابل، ارزګان، لوګر، غزني، پکتيا، هرات، او بادغيس ولايتونو کې تر سره شوي، چې په پائيله کې ۵۱ وسله وال «طالبان» وژل شوي، او ۱۵تنه نور ټپيان شوي دي. او يوتن هم دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوی دي.»دامطلب دکورنيو چارو وزارت په خبر تيا کې راغلی دي.
    دپوځي چارواکو دمعلوماتو له مخې دجګړې پرمهال نور ۳۵ طالبان ټپيان شوي او څلورتنه نيول شوي دي. دافغان پوځيانو دمرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړشوي.

    دې سره همهاله دبادغيس ولايت استازی ميرويس ميرزاکوال ويلي دي دبادغيس د جوند ولسوالۍ د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې ده، اوس دغه ولسوالۍ طالبانو نيولې ده. پوليس او سيمه يز چارواکې له ولسوالۍ څخه تښتيدلې دي. داخبر رويټرز اژانس دميرزکوال له قوله ورکړی دي.
    ديوبل خبر له مخې په کندوز کې هم نښتي رواني دي. په دغه ولايت کې داپريل له ۲۴ نيټی راهيسي دطالبانو پر وړاندې پراخ عملیات دوام لري.
    په کندوز کې پوځي عمليات وروسته له هغه پيل شول، چې د دوو زرو په شاوخوا کې طالبانو ددغه ولايت پر پوليسو او دتلاشي پر ځينو پوستو غلچکې بريدونه وکړل. طالبانو ګواښ کړي دي چې دولايت مرکز ته به ځانونه رسوي.ډيري پوځي کارپوهان په دې اند دي چې دغه ولايت به سقوط وکړي.
    دافغانستان په خاوره کې سخت دريځې «طالبان » فعاليت کوي.افغان ځواکونه تل ددوی پروړاندې ځانګړې عمليات ترسره کوي، چې ددغو نښتو په ترځ کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي..

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی