په ژوندی پڼه خپرونه

    د روسیي د التای سیمه افغانستان ته خپل تولید کړی شات ولیږل

    © Sputnik/ Mihail Beznosov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5511

    د التای سیمه چې په سایبریا کې پرته ده پدې وروستیو کې د شاتو د خرڅلاو د نوو بازارونو راجلبولو ته دوام ورکوي .

    د التای سیمه چې په سایبریا کې پرته ده پدې وروستیو کې د شاتو د خرڅلاو د نوو بازارونو راجلبولو ته دوام ورکوي. یو له دغو بازارونو افغانستان دي چې هلته د اپریل په پای کې د دغه هیواد د «هرات » ښار ته د التای د سیمې د شاتو لومړنی جوپه ، ولیږل شوي. د التای د ګمرکی څانګې مطبوعاتی سکرترې « الینا شمید » له راډیو سپوتنیک خبریال زحل سرحد سره پخپله مرکه کې پدې هکله داسې وویل: د« ۱۱،۵» ټنو په وزن د التای دسیمې د شاتو لومړني جوپه د اپریل په پای کې د افغانستان ، د هرات ښار ته ولیږل شوه.وروسته به د مچیو د روزنې دغه محصولات د هیواد نورو سترو ښارونو ته د خرڅلاو لپاره ولیږل شی.

    د ګمرک د څانګې د مطبوعاتی سکرترې په خبرو، د یورو او ډالرو په مقابل کې د روبلو د بیو د راټیټیدلو له امله په مختلفو هیوادونو کې د التای سیمې له شاتو سره زیاته لیوالتیا وښودل شو ، او د دغو محصولاتو زیات رانیونکې راپیدا شوی دي. پدې توګه د اپریل په پای کې د« ۱۸» ټنو په وزن د شاتو ستره جوپه د امریکا متحد ایالتونو ته ولیږل شوې ، دغه شات هلته د روسیی د پخوانیو اوسیدونکو په منځ کي زیات رانیونکې لري.

    د دغې سیمې شات ، د باشقری شاتو په څنګ کې په روسیه کې زیات شهرت لري. د مچیو د روزنې دغه محصولات د التای په سیمه کې تولیدیږې. د دغو محصولاتو ځانګړتیا په دې تړلې دي چې د غه سیمه ډیر ښه اقلیمي شرایط لري آو همدارنګه د دغه شاتو بیساریتوب په ځانګړو شات جوړولو په هغه دود هم اړه لري چې له پخوانیو وختونو په دغه سیمه کې ساتل شوی. د دغه دود له مخې شات په مستقیمه توګه د مچیو له کنډوګانو څخه راټولیږي. د التای د شاتوله ډولونو څخه « غرنی شات » ډیر ښه شات ګڼل کیږي دغه ډول شات په خپلو روغتیا بښونکو ځانګړتیاو کې زیات شهرت موندلې دي

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی