په ژوندی پڼه خپرونه
    کابل غواړی له مجاهدینو سره اتحاد وکړی

    کابل غواړی له مجاهدینو سره اتحاد وکړی

    © AP Photo/ Cliff Owen
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 108 0 0

    د افغانستان چارواکو پریکړه کړی چی د مجاهدینو له پخوانیو قوماندانانو څخه له طالبانو سره په مبارزه کی مرسته وغواړی.

    د غیر دولتی وسله والو ډلو راجلبول د افغانستان د حکومت له لومړنی منطق او تګ لاری سره بشپړ ضدیت لری. د قوماندانی د دقیق سیستم لرونکی منظمی اردو جوړیدو باید د مختلفو سیمه ایزو وسله والو ډلو چی د هغوی د جګړه ایز قابلیت او وفاداری په هکله شک موجود وو، شتون پای ته رسولی وای.

    د امریکا په مرسته په افغانستان کی د جوړو شوو وسله والو ځواکونه او د پولیسو د قطعاتو د پرسونل شمیر دری سوه زرو کسو ته رسیږی او د امریکا له لوری د هوایی او لوژیستیکی ملاتړ له ډیر کمښت سره سره، تر ډیره حده اغیزمن قوتونه دی. خو په دی وروستیو وختونو کی هغوی زیات تلفات زغمی. د یوه لویدیځ هیواد د یوه پوځی د معلوماتو سره سم چی د نیویارک تایمز ورځپاڼی یی خبری خپری کړی دی، د ۲۰۱۵ کال د جنوری له میاشتی را په دیخوا هغوی دوه زره کسه وژل شوی او ۳۴۰۰ کسه ټپیان تلفات ورکړی دی.

    د افغان وساله وال پوځ لوی درستیز شیرمحمد کریمی پارلمان ته د رپوټ د ورکولو په وخت کی تر ځپلی قوماندی لاندی پوځیان انتقاد کړل او ویی ویل چی د افغانستان امنیتی ځواکونه په عین وخت کی په څو ولایتونو کی دندی نه شی تر سره کولی. وسله وال ځواکونه د هیواد په جنوب کی تر هغو په بریالیتوب فعالیت کاوه، کله چی طالبانو په ناڅاپی توګه د هیواد په شمال کی په پراخو یرغلیزو عملیاتو لاس نه وو پوری کړی او ستر شمالی ښار قندوز ته نه وو رسیدلی. طالبانو په همدی وخت کی په عام محضر کی د یرغملو د سر پریکولو په جنایت چی د دغی ډلی لپاره بس ساری عمل شمیرل کیږی، لاس پوری کړ. د کارپوهانو په نظر، دی عمل باید دا خبره ښودلی وای چی طالبان د اسلامی دولت د ډلی له جګړه مارانو تیر بی رحمه جنګیالی لری.

    هغه وخت د کابل استاځو وویل چی د طالبان په لیکو کی د اجیرانو شمیر په شدت سره زیات شوی: د دغی ډلی په لیکو کی د جوزجان د ولایت ترکمنان ورګډ شوی دی. په سلګونو شورشیان هیواد ته د مهاجرو کارګرانو په نامه چی د تریاکو د حاصلاتو د راټولولو په غرض راغلی، د طالبان سره یوځای شوی دی. د برید په نتیجه کی د افغانستان د اردو مکمل کنډک کلابند شو او د هیواد مشر دی ته اړه شوی چی د هیواد له نورو سیمو ځواکونه د قندوز ښار ته واستوی. په همدی وخت کی د وسله والو ډلو پخوانیو قوماندانانو ته چی هیواد یی په خپلمنځی جګړو سره د کورنی جګړی په وخت کی د ټوټه کیدو له ګواښ سره مخامخ کړی وو، د مراجعی مفکوره را پیدا شوه.

    د مجاهدینو زیات شمیر پخوانیو قوماندانانو د ولسمشر حامد کرزی په زمانه کی او همدارنګه د اوسنی ولسمشر اشرف غنی په حکومت کی په لوړو مقامونو کی کار کاوه او کوی یی. د مثال په توګه محمد محقق د اجرئیه رئیس مرستیال او د بلخ والی عطامحمد نور یادول شو. محمد محقق وویل: ولسمشر غواړی، تر څو د ده حکومت زیانمن نه شی او دا کار د سیمه ایزو مجاهدینو له مرستی پرته نه شی تضمینیدلی. د جبهی د یوه قوماندان په قول، د افغانستان د امنیت اداری د ده ډلی ته وسلی رسولی او هر سرتیری ته یی د میاشتی د ۲۰۰ ډالرو د ورکولو وعده ورکړی وه.

    افغانان ویره لری چی که چیری وسله والی ډلی یو ځل بیا قدرت تر لاسه کړی، نو خلک به له نفاق سره مخامخ شی: هر قوم به له خپل قوماندان ملاتړ کوی او له نورو مشرانو سره به دښمنی پیل کړی. د روسیی د علومو د اکادمی د ختیځ پیژندنی د انستیوت علمی همکار عمر نثار د «نی زاویسیمایا ګازیته» له ورځپاڼی سره په مرکه کی ویلی: دا ځواکونه ټاکلی پوتنسیال لری او نه شو ویلی چی په خپل وخت کی هغوی په بشپړه توګه بی وسلی شوی. زیات شمیر مشران په واک کی ورګډ کړی شوی دی او له همدی کبله ګمان نه کیږی چی دوی به د مرکز له کنترول نه ووځی. نثار زیاته کړه، له بلی خوا، د جبهی د قوماندانانو د ځواک له حده زیاته ارزونه هم ضروری نه ده. د طالبانو مخه متحد ځواک د احمدشاه مسعود په شان څیری تر مشری لاندی کولی شی ونیسی، خو اوس د مجاهدینو په منځ کی داسی څوک نه شته. په دی توګه، دوی کولی شی سیمه ایز بری ترلاسه کړی، خو د شخړی عمومی بهیر نه شی بدلوی.

    کارپوه په عین حال کی باور لری چی افغان حکومت د اسلامی دولت له لوری، د طالبانو په نسبت زیات ګواښ احساسوی. طالبانو په دی وروستیو میاشتو کی خپل دریځ نرم کړی او دځینی افغان جګپوړی چارواکی فکر کوی چی له هغوی سره باید خبری وشی، په داسی حال کی چی له خلافت سره د خبرو کولو مساله په هیڅ صورت نه ده مطرح. نثار اټکلوی چی که چیری اسلامی دولت په افغانستان کی ځواکمن شی، نو داسی امکان شته چی حکومت به په قسمی توګه د طالبانو په څنګ کی ودریږی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی