په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان پوليس د چاودنې پر وخت

    وسله والو کسانو چې دکابل په کورديپلوماتيکې سيمي بريد کړی وو، ټول له منځه وړل شوي دي

    © REUTERS/ Mohammad Ismail
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    افغان امنيتي ځواکونو ټول هغه کسان چې دکابل په ديپلوماتيکې سيمه ئي بريد کړی وو ، له منځه وړي دي. دامطلب دافغانستان دکورنيو چارو مرستيال وزير محمد ايوب سالنګي څر ګند کړی دي.

    مخکې داسي رپوټونه ورکړل شوي وو، چې دکابل د وزير محمد اکبرخان مېني په سيمه کې، چې بهرنۍ ډيپلوماتان استوګن دي، او ددې ترڅنګ دامريکا متحده ايالاتوسفارت هم موجود دي، چاودنه شوی اووروسته ډزي شوي دي. پوليسو سمدلاسه سيمه کلابنده کړې، او سيمه ته غزيدلې ټولې لارې ئي وتړلې.
    .څلور تنه حمله کونکې چې په لاسي بمونو او درې کلاشينکوفونو سنبال ول ‎،هڅه کوله د هیټل پر هوټل حمله وکړي خو دپوليسو له خوا ووژل شول. دغه هوټل درباني په کورنۍ پورې اړه لري.. دامطلب فرانسپرس اژانس دسالنګي د «ټويټر» پاڼې له قوله ورکړی دي.
    .سالنګي ويلي دي چې دپوځيانو او ملکي کسانو په منځ کې مرګ ژوبله نشته.
    دفرانسپرس اژانس وائي چې ګمان کيږي دحمله کوونکو هدف په سيمه کې ميلمستون وو، چې دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني پورې اړه لري. ددغه بريد مسئوليت «طالبانو» پر غاړه اخستی دي. په افغانستان کې «طالبان» فعاليت کوي. ددولت امنيتي ځواکونه تل ددوی پر وړاندې تصفيوي عمليات ترسره کوي، چې په پائیله کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله ور اوړي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی