په ژوندی پڼه خپرونه
    دايران لخوا استخدام شوی افغان له زندان نه تښتيدلی دي

    دايران لخوا استخدام شوی افغان له زندان نه تښتيدلی دي

    © Flickr/ Thomas Hawk
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 61 0 0

    هغه افغان چې دايران لخوا دجاسوسي دپار استخدام شوی و دافغانستان دنيمروز له زندانه تښتيدلی دي دامطلب دکورنيو چارو وزارت ورکړي دي.

    دپوليسو دمعلوماتو له مخې دغه کس چې دفراه ولايت اوسيدونکی دي خپلوانو سره دپای وازی پر وخت دزندان دټولو امنيتي ساتونکو څخه تير شوی دي، او ځان ئي له زندان څخه ازاد کړی دي. دبندې دتری تم کېدو خبر له څو ساعتونووروسته په ډاګه شو، دنو موړۍ دموندنې په اړه پلټني روانې دي خو تراوسه ئي نتيجه نه ده ورکړی.
    دغه بندی افغان چې په اړه ئي معلومات نه ورکول کيږي دايران دپاره دجاسوسي په تور په ۱۵ کاله بند محکوم شوی و. خو نوموړي يواځي دوه کال په زندان کې تير کړي دي. امنيتي څواکونه دامکانه لرې نه بولی چې نوموړی شايد ايران ته تللی وې داځکه چې نيمروز ولايت دايران سره ګډه پوله لري.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی