په ژوندی پڼه خپرونه
    پاکستان په هراړخیزه توګه د حالاتو د رغیدو په موخه د کابل ملاتړ کوی

    په روسیه کی د پاکستان سفیر: پاکستان په هراړخیزه توګه د حالاتو د رغیدو په موخه د کابل ملاتړ کوی

    © Flickr/ Shahzeb Younas
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 88 0 0

    پاکستان په هر اړخیزه توګه د افغانستان ملاتړ کوی چی په دی هیواد کی حالات ښه شی. دغه څرګندونی په روسیه کی د پاکستان سفیر اسلم جانجوی کړی دی.

    په سیمه کی د امنیت او ثبات په هکله د شانګهای د همکاریو د ټولنی د غړو هیوادونو په غونډه کی په روسیه کی د پاکستان سفیر اسلم جانجوی وویل؛ « افغانستان هغه هیواد دی، چی په سیمه کی د سولی او ثبات د خوندیتوب لپاره مهم رول لری. په افغانستان کی د ملی یوالی د حکومت د جوړیدو سره په هیواد کی د سیاسی حالاتو د ښه کیدو په موخه په تیر کال کی ډیر کارونه تر سره شوی دی. پاکستان په خپل وار په هر اړخیزه توګه د افغانستان ملاتړ کوی چی په دی هیواد کی حالات ښه شی».

    نوموړی زیاته کړه؛« مونږ په دی باور یو، چی ګډی هڅی په افغانستان کی د سولی د ټینګښت لامل ګرځی، او سیمه بی له دی څخه په سمه توګه پرمختګ هم نه شی کولی».

    د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړیتوب تر لاسه کولو په هکله اسلم جانجوی وویل؛ چی اسلام آباد هیله لری؛ « د شانګهای د همکاریو د سازمان د غړیتوب تر لاسه کولو په هکله وروستی پریکړه به په اوفا کی د د دغی ټولنی په لویی غونډی کی ونیول شی». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی