په ژوندی پڼه خپرونه
    امريکائي بې پيلوټه الوتکه

    د امريکا بې پيلوټه الوتکې په افغانستان کې تر ديرشو زيات طالبان وژلي دي

    © AP Photo/ Northrop Grumman via U.S. Navy, Erik Hildebrandt
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 44 0 0

    د افغانستان د خوست په ولايت کې امريکائي بې پيلوټه الوتکې د وژل شوي طالب قوماندان پر جنازه په بمبارۍ کې ۳۴ تنه طالبان وژلي دي. دامطلب پژواک اژانس ور کړی دي.

    پيښه د خوست په ولايت کې دجمعي په ورځ تر غرمي وروسته رامنځ ته شوی ده. د خوست دوالي مرستيال عبدالوحيد پټان دايران TV channel Press ته ويلي دي چې د بې پيلوټه الوتکې بمبارۍ د عليشېرو ولسوالۍ اړوند د بټۍ ټانې په سيمه کې شوى دي.
    دده په خبره طالبان ددغه سيمي د يو وژل شوي قوماندان دشخولو په مراسمو کې چې دپنجشنبي په ورځ دافغان امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو،ګډون کړی وو.
    دپژواک اژانس دخبر سره سم په سيمه کې يوې امنيتي سرچينې د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې په خپلو لاسونو يې د ۳۲وسله والو طالبانو مړي راټول کړي او امنيتي ځواکونه د نورو وسله والو مړو په راټولو بوخت دي.
    دې سرچينې وويل چې امنيتي ځواکونه د پېښې سيمې ته رارسېدلي او د وسله والو د مړو شمېر ډير زيات دى.
    د ۲۰۱۴ زیږدیز — لمریز کال په وروستیو کی ناټو او امریکا په رسمی توګه په افغانستان کی د امنیت د ټینګښت په برخه کی خپل پوځی ماموریت پای ته ورساوه ، د ناټو د استازو په حواله ویل کیږی چه ، د ۲۰۱۵ زیږدیز کال د پیل څخه به د دغه پوځی سازمان د هغو پوځی امنیتی قطعاتو په ځای چه ۱۳۹ زره تنه پوځیان په کی شامل وو ، په افغانستان کی ۱۲ زره تنه پوځیان پاتی شی.
    ۲۰۱۴ زیږدیز کال په افغانستان کی په تروریستی بریدونو کی ، خلکو ته د مرګ ژوبلی له مخی تر ټولو خونړی کال وو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی