په ژوندی پڼه خپرونه
    چا ودنه

    دافغانستان په کندهار کې ديوې چاودنې له کبله ديوې کورنۍ شپږتنه غړي وژل شوي دي

    © REUTERS/ Mohammad Ismail
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 40 0 0

    د کندهار ولايت دشاولي کوټ په ولسوالۍ کې دسړک غاړې د ماين په چاودنه کې ديوې کورنۍ د څلورو ميرمنو په ګډون شپږ تنه غړي،وژل شوي دي.

    دپژواک خبري اژانس دوالي دمطبوعاتي دفتر دمشر له قوله وائي پېښه پرون مازديګر ناوخته شاوخوا پنځه بجې د يادې ولسوالۍ په تغروک سيمه کې رامنځ ته شوې ده. دده په خبره دغه بمي چاودنه طالبانو کړي ده.
    دې سره همهاله تيره شپه دوه وسله وال کسان دپوليسو پر پوستي دحملې په وخت کې وژل شوي دي. دپوليسو مشر ضيا دراني ويلي دي چې يو له دغو دوو کسانو څخه ځانمرګي بريدګر وو او انتحاري واسکټ ئي په تن و. د حملي پر مهال پوليسو ته زيان نه دی اوښتي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی