په ژوندی پڼه خپرونه
    . د چاودنې له امله مرګ ژوبله

    دافغانستان دغزني په ولايت کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي دي

    © AFP 2016/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 43 0 0

    د افغانستان دغزني په ولايت کې د سړک غاړي دماين په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او تر لسو زيات نور کسان ټپيان شوي دي. چاودنه پر هغه سرويس موټر شوې، چې دواده دپاره يي ميلمانه ليږدول.

    د «پرس- ټې وي» اژانس دځائي چارواکو له قوله وائي دغه پيښه د جمعي په ماښام ناوخته دغزني د اندړ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځ ته شوې ده. تپيان روغتون ته ليږدول شوي دي. ددوی دروغتيائي حالت په اړه معلومات نه دی ورکړ شوي.
    دچاودنې وروسته افغان امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده. تراوسه پورې هيچا دبريد مسئوليت په غاړه نه دی اخستی.د افغانستان په خاوره کې طالبان جګړيز فعاليتونه کوي. افغان ځواکونه تل ددوی پر وړاندې جنګيږي، خو ددغو جګړيزو فعاليتونو تاوان دافغانستان ملکي وګړوته رسيږي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی