په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان امنیتی ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کی تر ۱۰۰ تنو ډیر جنګیالی له مینځه وړی دی

    د افغانستان اردوپه تيرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ تنه طالب وسله وال وژلي دي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 40 0 0

    دافغانستان امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترځ کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې لږ ترلږه ۹۶ طالب وسله وال جنګيالي وژلي دي. دامطلب د کورنيو چارو وزارت په رسمي بريښنائي پاڼه کې خپور شوی دي.

    « دغه پوځي عمليات د تخار، کندوز، بدخشان، جوزجان، اروزګان، غزني، پکتيا، خوست، کندهار، او هلمند ولايتونو کې تر سره شوي دي. چې په پائيله کې ۹۶ وسله وال طالبان وژل شوي، او ۶۱ تنه نور ټپیآن شوي دي. او څلور تنه نور دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي دي. »دامطلب دکورنيو چارو وزارت په بيان کې راغلی دي. دامنيتي ځواکونو دتلفاتو په اړه معلومات نه دی ورکړ شوې.
    دکورنيو چارو وزارت دمعلوماتو له مخې ،امنيتي ځواکونو يو شمير درنې اوسپکې وسلي هم نيولي دي. په دغه موده کي افغان پوليسو ۲۸ چاودي دونکې توکې(ماينونه) تر چاودلو مخکې خنثی کړي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی