په ژوندی پڼه خپرونه
    د جګړو له کبله ۹۷۸ تنه ملکی وګړی وژل شوی دی

    د کال په لومړیو څلورو میاشتو کی د جګړو له کبله ۹۷۸ تنه ملکی وګړی وژل شوی دی

    © AFP 2016/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 58 0 0

    په افغانستان کی د جګړو په لړی کی په ملکی وګړو کی د مرګ ژوبلی د کچی لوړوالی ته په کتو سره په کار ده، چی مدنی ټولنی لاس په کار شی. په دی هکله څرګندونی د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ځانګړی استاځی مرستیال مارک بویدین کړی دی.

     د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ځانګړی استاځی مرستیال مارک بویدین د افغانستان په پلازمینه کابل کی د وینا پر مهال وویل، چی یواځی د کال په لومړیو څلورو میاشتو کی په افغانستان کی د جګړو له کبله ۹۷۸ تنه ملکی وګړی وژل شوی او ۱۹۸۹ تنه نور ملکی افغانان زیانمن شوی دی.

    د یادونی وړ ده، په پخوانی راپور کی، چی د جنوری د میاشتی څخه د مارچ تر میاشتی پوری د ملکی وګړو د مرګ ژوبلی د کچی په هکله وو، د ۲۰۱۴ زیږدیز- لمریز کال پر تله د مرګ ژوبلی کچه  په یاد راپور کی  ۲ سلنه ټیټه ښودل شوی وه.

    یواځی د سږکال په لومړیو دریو میاشتو کی ۶۵۵ تنه ملکی وګړی وژل شوی او ۱۱۵۵ تنه زیانمن شوی دی، خو بیا له دی وروسته د طالبانو د پوځی فعالیت او د بریدونو ډیریدو سره حالات خراب شول.

    د ملګرو ملتونو د رسنیو سره د کار د اداری د خبر له مخی ویل کیږی؛ چی مارک بویدین له دی کبله هم خپله اندیښنه څرګنده کړه، چی د بشری مرستندویه ټولنو ډیر کارکوونکی د دغو جګړو قربانیان کیږی. د پام وړ ده، چی د روانی میاشتی په لومړیو نیټو کی د افغانستان په شمال کی د بلخ په ولایت کی د مرستندویه ټولنی ۹ تنه کار کوونکی وژل شوی وو.

    د ملګرو ملتونو د عمومی منشی د ځانګړی استاځی مرستیال مارک بویدین په خپلو خبرو کی زیاته کړه؛« د رسنیو په مرسته مدنی ټولنی کولای شی په لا فعاله توګه په بشری برخه کی د دغی شخړی د ناوړه پایلو مخه ونیسی». نوموړی په خپلو خبرو کی د تولنیزو بنسټونو پام هغو ګواښونو ته را وګرځاوه، چی ملکی افغانان ورسره مخامخ دی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی