په ژوندی پڼه خپرونه
    په افغانستان کې تر لسو تنو زيات پوليس د وسله والو په بريد کې وژل شوي دي

    په افغانستان کې۲۷ تنه پوليس د وسله والوطالبانو په بريد کې وژل شوي دي

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    د افغانستان په هلمند ولايت کې لږ تر لږه ۲۷پوليس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي. دامطلب خامه پرس اژانس ورکړی دي.

    دغه پيښه دشنبي په سهار رامنځ ته شوی ده. د ځايي چاروکو په خبره طا لبانو پوليسو ته کمين تنظيم کړی وو.
    خو طالبانو تراوسه پورې ددې پيښي مسئوليت په غاړه نه دی اخستی.

    د موسي قلعه د ولسوال په قول طالبانو په دغه بريد کې دپوليسو درې نقلیه وسايط سوخولې، او دوه نور موټران ئي چې دجنګې وسلو اومهماتو څخه ډک وو له ځانه سره وړي دي.
    دعه اژانس دموسي قلعه دولسوال له قوله وائي پوليسو ته هيڅ مرسته ونه رسيدله او جګړې ترهغو دوام وموند چې ټول پوليس ووژل شول اوياهم ټپيان شول.
    سيمه يز قومي مشر حاجي جانان پژواک اژانس ته ويلي دي، چې تيره شپه تر ناوخته پورې نښتې دوام وکړي چې په پائيله کې ۱۵ پوليس وژل شوی او پنځه نور، طالبانو له ځانه سره بيولي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی