په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان د ولسی جرګی په ودانی ډله ييز وسله وال بريد شوى

    د افغانستان د ولسی جرګی په ودانی ډله ييز وسله وال بريد شوى

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 65 0 0

    نن د چنګاښ په لومړۍ نېټه ترغرمی مخکې په ١٠ بجو او ٢٥ دقيقو په داسې حال کی د افغانستان پلازمینه کابل ښار کی د ولسی جرګی په ودانی ډله ييز وسله وال بريد شوى دی، چی د ولسی جرګی عمومی غونډه روانه وه. په دی هکله خبر د « پژواک » خبری آژانس ورکړی دی.

    په خبر کی ویل کیږی، چی د افغانستان پلازمېنه کابل کی د پارلمان د ودانی شاوخوا چاودنی شوی او د ډزو غږونه اورېدل شوی دی.

    د افغانستان د امنیتی ارګانونو چارواکی هڅه کوی د ولسی جرګی د ودانی څخه د خلکو استازی او خبریالان خوندی ځای ته ولیږدوی، تر دی دمه په پیښه کی د اوښتو زیانونو په هکله څه ویل شوی نه دی.

    د « پژواک » خبری آژانس خبر ورکوی؛ چی د دغی پېښی پړه طالبانو پر غاړه اخیستی ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی