په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان د ولسی جرګی په ودانی ډله ييز وسله وال بريد پای ته ورسید

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: د افغانستان د ولسی جرګی په ودانی ډله ييز وسله وال بريد پای ته ورسید

    © REUTERS/ Mohammad Ismail
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 73 0 0

    د کابل د امنیی قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمی په حواله خبر ورکول کیږی؛ چی د افغانستان په پارلمان باندی په برید کی اوو تنو برخه لرله چې د دغه برید په سرکې یو بریدکوونکي د چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر د پارلمان د دروازې په مخ کې وچاوه او شپږ نورو بریدکوونکو د پارلمان ودانۍ مخې ته یوې ودانۍ ته ننوتل او له هغه ځایه یې په پارلمان ډزې پیل کړې.

    د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې نن ۱۰:۲۵ په شاوخوا کې د افغانستان د پارلمان ودانۍ مخې ته یوه درنه چاودنه شوې، خو  په چاودنه کې د پارلمان غړو ته د سر کوم زیان رسیدلی نه دی.

    د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقی د خپل ټویټر په پاڼه لیکلی، چې سیمې ته د پولیسو ځانګړی ځواکونه رسیدلی او حالت د افغان امنیتی ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.

    د کابل د امنیی قوماندان جنرال عبدالرحمن رحیمی وویل؛ چې د پارلمان ټول غړی روغ رمټ دی او په دغه برید کې چا ته زیان رسیدلی نه دی.

    په دی هکله خبرونو کی ویل کیږی؛ چی ټول ټال ۲۱ تنه چی پینځه په کی ښځی او دری تنه ماشومان هم شامل دی، ټپیان شوی دی. له دی مخکی په خبر کی ویل شوی وو، چی د پیښی له کبله څوتنه وکیلان هم ټپیان شوی دی، خو د کورنیو چارو وزارت په دی هکله وایی، چی د وکیلانو څخه هیڅ څوک هم ټپی شوی نه دی.

    د ویلو وړه ده، چی په دی اړه خبر کی ویل کیږی، چی طالبانو د دغه برید پړه په غاړه اخیستی نه ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی