په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    د مسکو ناستې پای او د افغانستان هیلي

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13 0 0

    سپوتنیک - کابل: د دغې ناستې پای کې یو له مهمو موضاعاتو څخه د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه د سیمې د کړنو څرنګوالی اعلام شوی وه.

    د افغانستان په اړه د یوې سیاسي حل لارې څرنګوالي په موخه د مسکو شپږ اړخیزه ناسته پایته ورسېده.

    په دغه ناسته کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ایګور مورګولوف او د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي، د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او چین هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو او استازو ګډون کړی وه.

    د دغې ناستې پای کې یو له مهمو موضاعاتو څخه د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه د سیمې د کړنو څرنګوالی اعلام شوی وه.

    همدا راز د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په مسکو کې د افغانستان په تړاو جوړېدونکې غونډې په تړاو یو مطلب خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې غونډې کې د هند استازیتوب د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګوپال باګلی ګډون کړی.

    د رپوټونو له مخې په مسکو کې دغې ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوي هم ګډون کړی وو.

    په روسیه کې نږدې دوه میاشتې کیږي چې دا دویمه ناسته ده چې ترسره کيږي،خو په لومړی ناسته کې یوازې د چین، پاکستان، روسيې هیوادونو استازو ګډون کړی وو او د افغانسان څخه يې هیڅ کوم کس ته بلنه نه وه ورکړې.

    د روسیې لویه اندېښنه اوس په افغانستان کې د داعش ډلې څخه ده، چې منځنۍ اسیا او ځان ته یې ګواښ ګڼي او د دې ډلې د ځپنې لپاره  هیڅی کوي.

    داپه داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د افغانستان سفارت سرپرست د غه وزارت ته احضار کړی.

    د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مرستیال سید عبدالناصر یوسفي په دغه هیواد کې د وروستيو ځانمرګو بریدونو په تړاو احضار کړی ده.

    په اعلامیې کې راغلي چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جماعت الاحرار پوځي څانګې امن پناه ځای ده او اسلام آباد د دغې ډلې پر ضد د فوري اقداماتو غوښتونکي ده، او په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت مرستیال ته خپله اندیښنه ابلاغ کړي ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی