په ژوندی پڼه خپرونه
    اتمر: روسیه سیمه ییز متحد هیواد دی

    اتمر: روسیه سیمه ییز متحد هیواد دی

    © Photo/ دفتر مشاور امنیت ملی
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2921

    سپوتنیک - کابل: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وایي ، چې روسیه سیمه ییز متحد هیواد دی او د ترهګرۍ په وړاندې د روسیې هڅې د یو سیمه ییز متحد په توګه د اهمیت وړ دي.

    اتمر همداراز په ډاګه کړې؛ روسیه غواړي، چې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ،بشري او د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو په برخو کې همکارۍ زیاتې کړي

    د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر د جمعې په ورځ(د کب۲۷) په روسیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د سیاسي اړیکو د پراختیا، د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پر ګډې ستراتیژۍ او د ګټورو سیمه ییزو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړې.

    اتمر په دې لیدنه کې روسیې ته د سیمه ییز متحد نوم ورکړ او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ په وړاندې د روسیې هڅې د یو سیمه ییز متحد په توګه د اهمیت وړ دي.

    د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د افغان امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره خپل چمتوالی وښود.

    نوموړي دا خبره په مسکو کې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې کړې ده.

    لاوروف ښاغلي اتمر ته همداراز په ډاګه کړې؛ روسیه غواړي، چې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګرۍ او بشري برخو کې همکارۍ زیاتې کړي.

    د لاوروف په وینا؛ روسیه په افغانستان کې د ملي پخلاینې د ملاتړ لپاره د نویو ګامونو د پورته کولو پلان لري او هڅه به وکړي، چې نړیواله ټولنه دې لوري ته راوهڅوي.

    روسیې په وروستیو کې له طالبانو سره د خپلو تماسونو په اړه ویلي؛ دا تماسونه یې د دې لپاره دي، چې طالبان له جګړې لاس اخیستلو او له افغان حکومت سره پخلاینې ته وهڅوي.

    د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر تېره ورځ د روسیې له لوړپوړیو چارواکو سره د لیدنې لپاره دغه هېواد ته تېر ماښام په درې ورځني سفر رسیدلی دی.

    دغه لوړ پوړي افغان چارواکي له سرګي لاوروف سره له لیدنې مخکې د دغه هېواد د ملي امنیت له مشاور نیکولای پیتروشوف سره د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې، په افغانستان کې د ثبات او د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دې.

    اړیکه ټینګوونکی:

    اتمر له خپل روسيې سيال پيتروشيف سره وکتل
    اتمر مسكو ته ولاړ
    اتمر: داعش ټولې نړۍ ته ګواښ دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی