په ژوندی پڼه خپرونه
    راتلونکې ټاکنې د بایومټریک پراساس کیږي

    راتلونکې ټاکنې د بایومټریک پراساس کیږي

    © Flickr/ CPOA
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 5510

    سپوتنیک - کابل: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د بایومټریک سیستم پراساس کیږي ، چې دا کار د ټاکنو د ترسره کیدو شفافیت تضمینوي.

    له څو ورځو راهیسې په راتلونکو ټاکنو کې، د بایومټریک سیستم د کارولو پرڅرنګوالي د انتخاباتو کمیسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو کې سلامشورې روانې دي.
    د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس وايي، چې په پام کې لري د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې د بایومټریک سیستم پراساس وکړي، چې دا کار د ټاکنو د ترسره کیدو شفافیت تضمینوي.
    مسوولان وايي، چې بایو مټریک سیستم د هرډول مداخلو مخه هم نیسي.
    خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني چارواکي که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې کار څخه هرکلی کوي، خو وايي په ټاکنو کې د بایومټریک سیستم کارول ډېر وخت ته اړتیا لري او د دې کار ترسره کیدل ممکن ټاکنې وځنډوي.
    ضیاالحق امرخیل وايي، چې د کمیسیون مسوولان باید لومړی د ټاکنو د ترسره کیدو نیټې پر اعلان غور وکړي.
    له دې سره د ملي شورا یوشمېر غړي هم وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید ژر تر ژره د راتلونکو ټاکنو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړي او حکومت ورته مالي منابع برابرې کړي، خو د ټاکنو کمیسیون مسوولان راتلونکو ټاکنو ته له چمتووالي خبر ورکوي.
    دا په داسې حال کې ده، چې پر ټاکنو څارونکو ادارو تردې مخکې اندیښنه ښودلې، چې داسې نښې نښانې لیدل کیږي، چې ممکن د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو د ۲۰۱۸ کال په وروستیو کې له ولسمشرۍ ټاکنو سره په یوه وخت ترسره شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی