په ژوندی پڼه خپرونه
    مواد مخدر

    جګړه د کوکنارو له کښت سره تړلې ده

    © REUTERS/ Parwiz/Files
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1120

    سپوتنیک - کابل: د هلمند والي وایې جګړه د کوکنارو له کښت سره تړلې بولي او وایې تر هغې چې حکومت پدې برخه کې د پام وړ بدیلې لارې ونه لټوي د کوکنارو د کښت مخنیوی په روز نه کیږي.

    په هلمند کې د کوکنارو په کښت کې وسله وال مخالفان مستقیم لاس لري او همدې لارې د جګړې د لښګتونو لویه برخه جوړوي.
    دا مهال د هلمند ډيرې برخې د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندي او په یادو سیمو کې کوکنار هم په پراخه کچه کرل شوي دي چې ددې ولایت د ځآیې چارواکو جدي اندیښنې یې پارولې دي:
    د هلمند د نیشه ای توکو پر وړاندې د مبارزې رییس وایې چې سږ کال به د نورو کلونو په پرتله د کوکنارو د کر اندازه لوړه وي.
    دا پداسې حال کې ده چې سږ کال د کوکنارو د کښت او تولید په کچه کې لس سلنه زیاتوالی راغلی او حکومت هم ناامني د خپلې مبارزې پر وړاندې لوی خنډ بولي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی