په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې د افغان سولې لپاره مټې رانغاړلي

    روسیې د افغان سولې لپاره مټې رانغاړلي

    © Sputnik/ Alexey Kudenko
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6922

    سپوتنیک - کابل: روسیې د افغان سولې بهیر کې د مرستې لپاره همکارۍ ته مټې رانغاړلي.

    د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، چې روسیې ته د ملي امنیت شورا سلاکار د سفر پرمهال دغه هېواد په پلان کې لري، چې د افغان سولې پروسې د بریالیتوب لپاره د ۱۲ هېوادونو په ګډون غونډه جوړه کړي.
    د ملي امنیت شورا دفتر ویاند وایي، چې په دې غونډه کې د امریکا په شمول د هغو دولس هيوادونو استازي ګډون کوي، چې د افغان سولې په برخه کې مهم رول لري.
    د ملي امنیت شورا وایي، چې د روسیې په جوړېدونکې غونډه کې طالبانو ته هیڅ دعوت نه دی ورکړل شوی.
    بل پلو د ملي امنیت شورا وایي، چې د لندن په درې اړخیزه غونډه کې، چې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار هم ګډون درلود توافق شوی، چې پاکستان به د تورخم او چمن دروازې خلاصوي، خو افغان چارواکي وايي، چې د پاکستان له خوا د دې کار د نه کولو په صورت کې به افغان حکومت پر داسې لارو غور وکړي، چې د پاکستان په زیان وی.
    په روسیه کې د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې غونډه داسې مهال ده، چې تردې مخکې روسي چارواکو ویلي و، چې له طالبانو سره یې ځکه اړیکې ټینګې کړې، څو دغه ډله افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي او د دغه هیواد دریځ ته د افغان حکومت لخوا هرکلی وویل شو.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی