په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیې امریکا ته دافغانستان په هکله دسلا مشورو بلنه ورکړې ده

    روسیې امریکا ته د افغانستان په هکله د سلا مشورو بلنه ورکړې ده

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13802

    روسیې امریکا ته د افغانستان په هکله په سلامشورو کې چې د اپریل دمیاشتې په ۱۴ نېټه په مسکو کې تر سره کېږي، دګډون بلنه لېږلې ده. په دې هکله د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي او د روسیې دبهرنیو چارو زارت د دوهم دیپارتمنت مشر ضمیر قبولوف خبر ورکړی دی.

    د«سپوتنیک» د خبر له مخې؛ د قبولوف په اند:«مونږ د فبروري په میاشت کې (د افغانستان) دټولو سیمه ایزو خواوو سره سلا مشورې کړې دي، او اوس موږ په پام کې لرو د اپریل د میاشتې په ۱۴مه نېټه په مسکو کې په پراخه کچه سلا مشورو ته دمنځنۍ آسیا او دامریکا استازي رابولو.
    نوموړي وویل، «طالب» استازو ته بلنه نه ده ورلېږل شوې.
    له دې مخکې د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت د چارو سلاکار محمد حنیف اتمر ویلي وو، چې روسیې خبر ورکړی، چې په افغانستان کې په سوله ایزه توګه د حالاتو د رغېدو په موخه يې امریکا ته په سلا مشورو کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی