په ژوندی پڼه خپرونه
    د پاکستان صدراعظم د دروازو د پرانیستلو امر ورکړ

    د پاکستان صدراعظم د دروازو د پرانیستلو امر ورکړ

    © Fotolia/ ChiccoDodiFC
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1301

    سپوتنیک-کابل: پاکستاني سرحدي ځواکونو نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې په تورخم او چمن کې افغان لورې ته افغانستان سره خپلو تړلو سرحدي دروازو د پرانیستلو خبر ورکړی، خو تراوسه پر دغو لارو تګ راتګ پیل شوی نه دی.

    د پاکستاني رسنیو د رپوټ له مخې د پاکستان صدراعظم میاه نواز شریف په عاجله توګه افغانستان سره په تورخم او چمن — سپین بولدک کې د خپلو سرحدي دروازو د بیرته پرانیستلو امر ورکړی دي. 
    همدارنګه په اسلام اباد کې افغان سفیر او د جمهوررئبیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حصرت عمر زاخیلوال د خپل فیس بوک په پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد د بیرته پرانیستلو پریکړه په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې شوې وه.
    پاکستان نږدې یوه میاشت وړاندې په تورخم او چمن کې افغانستان سره خپل سرحد په یو اړخیز ډول وتړه.
    په تورخم کې افغان سرحدي چارواکو ویلی، چې نن له غرمې وروسته د یوې بجې په شاوخوا کې پاکستاني سرحدي ځواکونو په تورخم او چمن کې افغان لورې ته افغانستان سره خپلو تړلو سرحدي دروازو د پرانیستلو خبر ورکړی، خو تراوسه پر دغو لارو تګ راتګ پیل شوی نه دی.
    په کندهار کې د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند غورځنګ افریدي ویلي چې پاکستاني سرحدي ځواکونو چارواکو نن غرمه له افغان سرحدي چارواکو سره غونډه کړې او پاکستاني لورې ورته ویلي چې پر سرحد د تګ راتګ لپاره هم د امر ترلاسه کولو ته انتظار وباسي.
    په اسلام اباد کې افغان سفیر او د جمهوررئبیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حصرت عمر زاخیلوال د خپل فیس بوک په پاڼه لیکلي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحد د بیرته پرانیستلو پریکړه په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانیا د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې شوې وه.
    ښاغلي زاخیلوال لیکي " باید ووایم چې د لندن د تیرې پنجشنبې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان تر منځ دلارو په بې قید و شرطه پرانستو توافق وشو او له هغې وروسته مو تیرې درې ورځې د نورو مهمو موضوعګانو تر خوا دا موضوع هم په جدیت تعقیب کړې چېدوه ګړۍ مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار ښاغلی سرتاج عزیز ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ راکړ چې د لندن د خبرو مطابق به نن لارې په کلي او دایمي توګه پرانستل شي".
    تیره اونۍ د افغانستان او د پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو د برتانیې د ملي امنیت د سلاکار په منځګړیتوب په لندن کې د دغو هیوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمیدو لپاره غونډه کړې وه

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی