په ژوندی پڼه خپرونه
    نوروز خوان ها

    په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال چمتوالي

    © Photo/ Soheil Ghanbarzadeh
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 920

    سپوتنیک-کابل: د پوهنې په ډګر کې د تېر کال لاسته راوړنو او ننګونو ته په اشارې د راتلونکي تعلیمي کال په هکله د خپلو برنامو په اړه راپور وړاندې کړ، وې ویل، په داسې حال کې چې نوی تعلیمي کال پیلېږي خو ۱۶ولایتونو ته لا د ښوونځیو نوي کتابونه نه دي رسېدلي.

    د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د پوهنې وزارت له مشرتابه او له دغه وزارت سره د بین‌المللي مرستندویه ادارو استازو سره د نوي تعلیمي کال د پيل د چمتوالي په خاطر په ارګ غونډه وکړه.
    په دغه ناسته کې د پوهنې وزیر ډاکټر اسدالله حنیف بلخي او د دغه وزارت د عمومي تعلیماتو معین ډاکټر محمدابراهیم شینواري د پوهنې په ډګر کې د تېر کال لاسته راوړنو او ننګونو ته په اشارې د راتلونکي تعلیمي کال په هکله د خپلو برنامو په اړه راپور وړاندې کړ، وې ویل، په داسې حال کې چې نوی تعلیمي کال پیلېږي خو ۱۶ولایتونو ته لا د ښوونځیو نوي کتابونه نه دي رسېدلي.
    هغوی څرګنده کړه چې په دې اړه تدارکاتي پروسه ډېر وخت نیسي او له جمهوررئیس څخه یې په دې برخه کې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه وکړه.
    جمهوررئیس غني په نوي تعلیمي کال کې پر زیات تحرک او کار د ټینګار تر څنګ وویل، د زده‌کوونکو درسي ساعتونه باید ضایع نشي، هغه په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي ته دنده وسپارله چې له ملي دفاع او پوهنې وزارتونو سره په همغږۍ ولایتونو ته د کتابونو د لېږد پروسه ګړندۍ کړي.
    په دغه ناسته کې د یو اس اې ای ډي(USAID) استازي وویل، دغې ادارې د افغانستان د معارف د کتابونو د چاپ لپاره د راتلونکو پنځو کالو لپاره ۷۵میلیون ډالره ځانګړي کړي. همدارنګه د یونیسف او نړيوال بانک استازو هم د افغانستان جمهوررئیس ته د معارف په برخه کې د حکومت له برنامو څخه د ملاتړ او همکارۍ ډاډ ورکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی