په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ کې د یومیلیارد افغانیو په ارزښت قراردادونه منظور شول

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 4820

    سپوتنیک-کابل: د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ارګ کې غونډه وکړه او د یو میلیارد  افغانیو په ارزښت یې پنځه قراردادونه منظور کړل، چې په لاندې ډول دي:
    - د دولسو ولایتونو ښوونځیو ته د میزونو، څوکیو او سولر سیستم خریداري،
    - د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو لپاره د خوراکي توکو تدارک،
    - د تفتیش عالي ادارې د ظرفیت لوړولو مشورتي خدمتونو پروژه،
    - د ملي اردو د مرکز او ساحوي قول اردوګانو د پاور پلانټونو او جنراتورونو ترمیم او د حفظ او مراقبت چارو د قراردادونو تعدیل،
    - د جمهوري ریاست د چارو د عمومي ریاست د اعاشوي توکو تدارک،
    ملي تدارکاتو کمېسیون د ګرشک ښار د برېښنا بند د بیارغاونې او وېش شبکې څخه د څارنې په خاطر د مشورتي خدمتونو قرارداد تعدیل، د بدیل د ترلاسه کولو په خاطر رد کړ.
    غونډې، ته په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس د ستر سلاکار له خوا د زیربنايي او کلیدي پروژو لکه د انرژۍ، برېښنا، سړک، د رېل پټلۍ او استوګنځې پروژو په چارو کې د لا زیاتې چټکتیا په خاطر د یوې فوق العاده کمېټې د ایجادولو طرحه وړاندې شوه، چې تائید شوه.
    غونډې ته د ملي تدارکاتو ادارې په ۱۳۹۵مالي کال کې د ملي تدارکاتو کمېسیون او ملي تدارکاتو ادارې د اجراآتو، لاسته راوړنو او د تدارکاتي نظام د اصلاحاتو بهیر په مخ کې پرتو ننګونو په اړه راپور وړاندې کړ.
    جمهوررئیس د یادې ادارې د راپور وړاندې کولو څخه په مننې څرګنده کړه چې د راپور له لوستو وروسته به خپل نظریات د ملي تدارکاتو له کمېسیون سره شریک کړي.
    په دغه غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د ملي شورا د مالي او بودجوي کمېسیونونو، فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس او د غوڅ ملاتړ د سیستکا ادارې د شفافیت څارونکو هم ګډون درلود

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی