په ژوندی پڼه خپرونه
    ۱۳۹۵ کال د افغان خبریالانو لپاره ښه کال نه و

    ۱۳۹۵ کال د افغان خبریالانو لپاره ښه کال نه و

    کسرا
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2 0 0

    سپوتنیک - کابل: د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۳۹۵ پیښې ثبت شوې چې له هغې ډلې ۳۲۰ مسئوله یې وسله والو مخالفانو او پاتې نورې هم امنیتي ځواکونو ته راجع کیږي.

    ۱۳۹۵ کال د خبریالانو پر وړاندې له تاوتریخوالو ډک کال ثبت شوی دی.
    له خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو له مخې پدې کال کې سلګونه د تاوتریخوالو پیښې ثبت شوې دي.
    له آزادو رسنیو د ملاتړه اداره وایې چې د ۱۳۹۵ کال په جریان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو ۳۹۵ پیښې ثبت شوې چې له هغې ډلې ۳۲۰ مسئوله یې وسله والو مخالفانو او پاتې نورې هم امنیتي ځواکونو ته راجع کیږي.
    د معلوماتو له مخې پدې کال کې آته خبریالان وژل شوي ، ۵۳ نور وهل ډبول شوي او دري نور هم نیول شوی دي.
    بل پلو افغان خبریالان وایې چې د هر کال په تیریدو سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتیږي او د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې ژمنې هم د کاغذ پر مخ پاتې دي:
    له رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه هیله څرګندوي چې د ۱۳۹۶ کال به د تاریخوالي د کموالي شاهد وي او د جګړې له ښکیلو اړخونو غواړي چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی پایته ورسوي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی