په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    ډاکټر اکرم:د سرې میاشتې ملکیتونه غصب شوي

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    سپوتنیک - کابل: د افغاني سرې میاشتې چارواکي وایي ، د سرې میاشتې ځینې غصب شوي جایدادونه او ملکیتونه بېرته اخیستل شوي، خو اکثره لا هم د غاصبانو په ولکه کې دي.

    د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د سرې میاشتې عالي شورا غونډه نن مازدیګرپه ارګ کې جوړه شوه.
    په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سرپرست ډاکټر میرویس اکرم له جمهور رئیس څخه په مننې وویل، ستاسوځانګړې پاملرنه د سرې میاشتې ټولنې د کارونو د موثریت او ښه والي لامل شوې.
    هغه د افغاني سرې میاشتې ټولنې غصب شویو جایدادونو او ملکیتونو ته په اشارې وویل، د سرې میاشتې ځینې غصب شوي جایدادونه او ملکیتونه بېرته اخیستل شوي، خو اکثره لا هم د غاصبانو په ولکه کې دي.
    د افغاني سرې میاشتې ټولنې د غیر منقولو شتمنیو سلاکار محمد قاسم هاشمزي وویل ، د سرې میاشتې ټولنې ځینې جایدادونه د تثبیت اسنادو او د غاصبانو له ولکې څخه ژغورلو ته اړتیا لري.
    د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي وویل، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د فعالیتونو د لا ښه والي په موخه دې د سرې میاشتې د سکرتر جنرال او عمومي رئیس واکونه واضح او غصب شوي جایدادونه بېرته ترلاسه شي.
    د سوداګرۍ وزارت معین محمد قربان حقجو د نړیوال سره صلیب د فعالیتونو کموالي ته په اشارې د سرې میاشتې ټولنې د مرستو او فعالیتونو په زیاتوالي ټینګار وکړ. 
    هغه زیاته کړه، د سرې میاشتې ټولنې په مقرریو کې د والیانو لاسوهنه او مداخله د سرې میاشتې نړیوال باور ته زیان رسوي.
    نوموړي وویل، د سرې میاشتې ټولنه باید ډېر پام ناامنه او محرومو سیمو ته وکړي او خپلې مرستې د هغو سیمو اوسېدونکو او خلکو ته متمرکزې کړي.
    د ملي بانک رئیس احمد جاوید وفا د سرې میاشتې ټولنې د لګښتونو او عوایدو د شفافیت ، د جایدادونو د تثبیت او کاري پرمختګونو د معلومولو لپاره د واضح ستراتیژۍ ترتیب مهم وباله.
    جمهور رئیس غني د دوی د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو وروسته وویل، د سرې میاشتې د جایدادونو او ملکیتونو د ثبت برېښنایي ډیټابیس دې جوړ شي چې د چارو ادارې عمومي ریاست په دې برخه کې مرسته کولی شي.
    جمهور رئیس وویل، د سرې میاشتې د ملکیتونو او جایدادونو غاصبین باید معلوم او لوی څارنوالۍ ته معرفي شي.
    هغه د سرې میاشتې د عوایدو د سیستم جوړولو په برخه کې د جمهوري ریاست اقتصادي سلاکار اجمل احمدي ته د مرستې لارښوونه وکړه.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی