په ژوندی پڼه خپرونه
    افغانستان

    د تورخم دروازه د موټرو او مسافرو په مخ خلاصه شوه

    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 7 0 0

    سپوتنیک - کابل: له پاکستاني حکومت سره تر خبرو وروسته نن سهار د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو مسافرو او بار وړونكو موټرو په وړاندې په دايمي ډول پرانيستل شوه.

    د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، له اوږده ځنډ وروسته نن سهار د تورخم دروازه د مسافرو او بار وړونكو موټرو پر مخ پرانيستل شوه.
    د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وایی، چې له پاکستاني حکومت سره تر خبرو وروسته نن سهار شاوخوا اووه بجې د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو مسافرو او بار وړونكو موټرو په وړاندې په دايمي ډول پرانيستل شوه.
    نوموړي زياته كړه، له دې وروسته به هغه موټر، چې د دروازې دواړو خواوو ته بند پاتې وو، صادرات او واردات وکړي.
    څه باندې يوه مياشت وړاندې د پاکستاني حکومت له لوري دغه دروازه وتړل شوه، چې څو ورځې مخكې يوازې د دوو ورځو لپاره پرانيستل شوه، خو په لندن کې د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير له افغانستان سره د ټولو لارو د پرانيستل کېدو امر وکړ.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی