په ژوندی پڼه خپرونه
    په ټول افغانستان كې د نوي كال په وياړ غونډې او مېلې جوړې شوي

    په ټول افغانستان كې د نوي كال په وياړ غونډې او مېلې جوړې شوي

    © Photo/ Soheil Ghanbarzadeh
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15 0 0

    سپوتنیک - کابل: جمهور رئيس محمد اشرف غني ټولو هېوادوالو ته د نوي كال مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده كړې، چې دا کال په امنيتي، پراختيايي او فرهنګي برخو کې د هيله بښونکو بدلونونو پيلامه وي.

    نن د نوي ۱۳۹۶ لمريز کال لومړۍ ورځ ده او په ټول افغانستان كې د دې كال په وياړ غونډې او مېلې جوړېږي.
    جمهور رئيس محمد اشرف غني ټولو هېوادوالو ته د نوي كال مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده كړې، چې دا کال په امنيتي، پراختيايي او فرهنګي برخو کې د هيله بښونکو بدلونونو پيلامه وي.
    د هغه په وينا، تېر كال وسله والو مخالفينو كوښښ وكړ، چې افغانستان ناارامه وساتي، خو له دې سره سره افغانانو د ژوند په هر ډګر کې هېواد ته وياړونه وګټل او نوي پرمختګونه يې وكړل.
    د نوروز لمانځلو لپاره په ټول افغانستان كې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
    د کابل امنيه قومانداني وايي، د نوي كال د لمانځلو لپاره يې د ښار په مختلفو سيمو کې امنيتي تدابير جدي کړي دي.
    په همدې حال کې د بلخ امنيتي چارواکو ويلي، چې په مزار شريف ښار او شاوخوا ولسواليو کې امنيتي سيارې ګزمې زياتې شوي او دغه ښار ته په ورودي کمربندونو کې هم پلټنې زياتې شوې دي.
    د بلخ ولايت په مركز مزار شريف ښار کې هر كال د روضې د جنډې پورته كولو ځانګړي مراسم ترسره كېږي، چې د افغانستان يو شمېر لوړ پوړي چارواكي هم په كې برخه اخلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی