په ژوندی پڼه خپرونه
    وزارت دفاع افغانستان

    جنرال وزیري: سنګین مو تسلیم کړی نه ده او نه یي تسلیموو

    © Photo/ MrPenguin20
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 612

    سپوتنیک-کابل: د افغانستان ملي دفاع وزارت د سنګین ولسوالی سقوط ناسم بولي او وایي، چې دا د دښمن تبلیغاتي جګړه ده

    تردي وړاندی په هلمند کې سیمه ییزو چارواکو منلې وه، چې سنګین د طالبانو لاس ته لویدلې او دوی له دې ولسوالۍ تکتیکي پرشاتګ کړی دی.

    خو اوس د ملی دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیری د هلمند د سنګین ولسوالۍ سقوط رد وی او وایي، چې یو شمیر کسان د دشمن په نفع تبلغات کوی.

    همدارنګه یوه شمیر افغان پوځي کارپوه د دولت او نړیوالو قدرتونو پیچلې لوبه د ولسوالیو د سقوط او لاس په لاس کیدو عامل بولي، چې په وینا یې د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره یې کوي.

    د هغوی په آن، روانه لوبه نړیوالو په سیمه کې د خپل شتون لپاره روانه ساتلې ده.

    دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځي وړاندي د تخار د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ هم د څو ساعتونو لپاره د طالبانو لاسونو ته ولویده؛ خو دولتي ځواکونو بېرته پر شا وتمبول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی