په ژوندی پڼه خپرونه
    هلمند کې یو سړي خپله مېرمنه په چړو وژلې

    هلمند کې یو سړي خپله مېرمنه په چړو وژلې

    © Fotolia/ Showcake
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2610

    پولیس د وژل شوی مېرمنې خاوند نیولی او څېړنې ترې روان دي.

    د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې امر څارمن حاجي ګران وویل، چې تېره شپه د دویمې امنیتي حوزې به سیمه کې یو سړي خپله مېرمنه په چړو وژلې ده.

    حاجي ګران زیاته کړه، چې د مېرمنې خاوند د پولیسو له‌خوا نیول شوی او څېړنې ترې کېږي، چې د کومې انګېزې له‌مخې یې خپله مېرمنه وژلې ده.

    دا په هلمند کې له تېرو څوو میاشتو راپه‌دې‌خوا لومړۍ پېښه ده، چې یو سړی خپله مېرمنه په چړو وژني.

    د هلمند د ښځو چارو ریاست او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خپلې پلټنې پیل کړي او تر دې مهاله رسنیو ته د ویلو له‌پاره څه جزیات نه لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی