په ژوندی پڼه خپرونه
    США

    مشرانو جرګې:امریکا د بم استعمال سره د افغانستان پر ملي حاکمیت تیري کړی

    © AFP 2017/ DOD
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2612

    د مشرانو جرګې غړي وایي، د ملي یوالي حکومت مشرانو د هیواد پرملي حاکمیت خپل کنټرول له لاسه ورکړی او امریکا ته د دې بم د استعمال اجازه ورکول د هېواد پر ملي حاکمیت د تیري مانا لري.

    د یاد جرګې غړي وایي، که متحده ایالات په سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو اراده لري، نو باید د افغانستان پرځای د هغوی اصلي مرکزونه او پټنځایونه په نښه سي.

    مشرانو جرګه وایي، امریکا په افغانستان کې د ترټولو ستر بم په کارونې سره مسکو ته د جګړې پیغام واستوه.

    سناتوران وایي، دغه برید د داعش د ځپلو لپاره نه دی ترسره سوی، بلکې په وینا یې امریکا په افغانستان کې د دې بم په ازمویلو سره د خپلو سیمه ییزو سیالانو پر وړاندې مانور ترسره کړی دی.

    د مشرانو جرګې غړي وایي، د څو محدود داعشي جنګیالیو د وژنې لپاره د دغه راز ستر بم کارونه په هیڅ ډول د توجیه وړ نه ده او افغان چارواکي باید په دې تړاو وضاحت ورکړي.

    د مشرانو جرګې غړي وایي، که متحده ایالات په سیمه کې د ترهګرو د له منځه وړلو اراده لري، نو باید د افغانستان پرځای د هغوی اصلي مرکزونه او پټنځایونه په نښه سي.

    تیره پنج شنبه ماښام امریکا خپل تر ټولو زورور بم یا د بمونو مور د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ د داعش پر پټنځاینو وغورځاوه.

    د ننګرهار د ځای چارواکو په وینا د دغه ستر برید په پایله کې ۹۴ داعشیان وژل سوي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی