په ژوندی پڼه خپرونه
    حزب همبستگی ملی

    ملي پیوستون ګوند: امریکا غواړي داعش د افغانستان شمال ته انتقال کړي

    © Photo/ حزب همبستگی ملی
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    د یاد بنسټ سرلاري وایي، چې د دغه بمب کارول له ترهګرۍ سره مبارزې پورې تړاو نه لري او امریکا غواړي د افغانستان شمال ته د داعش رسولو سره د روسیې نږدې پولې نا امنه کړي.

    «همدا شیبه چې زموږ همکاران په سیمه کې دي وايي چې د بمب د اواز له امله د زیاتو ماشومانو د غوږونو پردې هم شلیدلې نو ځکه خو دا د داعش د ځپلو له پاره نه و، یو ازمایښت و چې افغانستان کې يې میدان شغالي ولیده چې خپلو سیالانو ته وښیي چې دا وسلې مو په خپلو اډو کې ځای پر ځای کړي دي.»
    د افغانستان اسلامي نهضت په نوم سیاسي ډلې سرلاري او د ملي پېوستون ګوند پلویانو د لاریون او خبري ناستې په ترڅ کې، پرافغان خاوره د امریکې ستر غیر اټومي بمب غورځول د ملي واکمنۍ نقض وبلل او له ملګرو ملتو او سیمه‌ییزو سازمانونو يې وغوښتل، چې دا مسئله په جدي توګه وڅیړي.
    د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ د مامند درې او اسدخیلو سیمه د امریکې "جي بي یو ۴۳" بمب غورځولو په تړاو د غبرګونو په لړ کې د اسلامي نهضت سرلارو او غړو دکابل کې د خبري غونډې پرمهال د امریکې ستر غیر اټومي بمب غورځول د ملي واکمني نقض وباله زیاته یې کړه، چې دا مسله به په افغانستان کې د نیابتي جګړې دوام سبب شي.
    ددغه بنسټ سرلارو په یوه پریکړه لیک کې له ملکرو ملتو او سیمه‌ییزو سازمانونو وغوښتل چې دا مسله په جدي توګه وڅیړي.
    د یاد بنسټ مشر مولوي محمد مختار مفلح وایی، چې افغانستان د سترو هیوادو د وسلو ازمایښت ځای شوی او تاوان يې د افغانستان خلک ورکوي.
    په ورته وخت کې د افغانستان ملي پیوستون ګوند د دې مسلې په غبرګون کې اعتراضیه غونډه و کړه.

    حزب همبستگی ملی
    © Photo/ حزب همبستگی ملی
    حزب همبستگی ملی

    د یاد بنسټ سرلاري دعوه کوي، چې د دغه بمب کارول له ترهګرۍ سره مبارزې پورې تړاو نه لري او امریکا غواړي د افغانستان شمال ته د داعش رسولو سره د روسیې نږدې پولې نا امنه کړي.
    د یاد ګوند مشرې سیلۍ غفار وویل، امریکا په افغانستان کې د دغه بمب په ازمایښت سره غواړي، چې د هغه پر ورانوونکي ځواک ځان و پوهوي او خپل پوځي ځواک روسیې، چین او نورو نړیوالو سیالانو ته وښيي.
    «همدا شیبه چې زموږ همکاران په سیمه کې دي وايي چې د بمب د اواز له امله د زیاتو ماشومانو د غوږونو پردې هم شلیدلې نو ځکه خو دا د داعش د ځپلو له پاره نه و، یو ازمایښت و چې افغانستان کې يې میدان شغالي ولیده چې خپلو سیالانو ته وښیي چې دا وسلې مو په خپلو اډو کې ځای پر ځای کړي دي.»
    که څه هم افغان حکومت او امریکا ادعا کوي چې د دغه بم چاودنه کې داعش ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او ملکیانو ته په کې زیان نه دی رسیدلی، خو یو شمیر افغان سیاسي فعالانو په ځانګرې توګه پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکې پوځ دا کړنه غندلې او هغه یې د افغانستان ملي واکمنۍ نقض بللی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی