په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan security forces take their positions during a gun battle in Kunduz city, northern Afghanistan September 29, 2015

    جنرال عطایي ووژل شو

    © REUTERS/ Stringer
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 219830

    د راپورنو له مخې، پیښه نن هغه مهال رامنځته سوې، کله چې د بغلان د همغږۍ مرکز عمومي قومندان برید جنرال عبدالحی عطایي له بدخشانه بغلان ولايت ته پر لاره و.

    په کندز ولایت کې د بغلان ولايت د امنيتي ځواکونو د همغږۍ مرکز عمومي قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل سوی دی. د راپورنو له مخې، پیښه نن هغه مهال رامنځته سوې، کله چې د بغلان د همغږۍ مرکز عمومي قومندان برید جنرال عبدالحی عطایي له بدخشانه بغلان ولايت ته پر لاره و.

    په دغه برید کې یو شمیر نور کسان هم وژل سوي خو تر اوسه یې کره شمیر نه دی مالوم.

    د حکومت مخالفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

    جنرال
    © Photo/
    جنرال

    کندز د افغانستان په شمال کې نا امنه ولايت او د طالب جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

    په کندوز کې ياد لوړ پوړی امنيتي چارواکی په داسې حال کې وژل کيږي، چې نږدې يوه اونۍ وړاندې د دې ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وسو او په پايله کې يې د طالبانو له خوا کندوز ولايت ته د نومول سوي مرستيال والي ملا اسدالله مظلوميار په ګډون ۱۴ وسله وال وژل سوي وو.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی