په ژوندی پڼه خپرونه
    کشته شدن 12 عنصر طالبان بر اثر حمله هوایی در افغانستان

    د طالبانو ۵ سیمه ایز مشران وژل شوي

    © AP Photo/ Pakistani Taliban handout
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1410

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۵ تنو سیمه ایزو قوماناندانو په شمول ۴۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵۵ تنه ټپیان او ۲ تنه نور نیول شوي دي .

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د طالبانو د ۵ تنو سیمه ایزو قوماناندانو په شمول ۴۰ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۵۵ تنه ټپیان او ۲ تنه نور نیول شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا، خوست ، غزني، کندهار، ارزګان ، فراه، فاریاب، کندز، سرپل او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د بادغیس ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د طالبانو د یوتن سیمه ایز قوماندان ملا تورجان په شمول ۱۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۱ تنه ټپیان ، ۱۴ موټر او موټر سایکلونه لاسته راغلي او ۲۷ کړۍ ماینونه کشف اوشنډ شوي ، د سرپل ولایت د صیاد په ولسوالۍ کې د طالبانو د ۴ تنو سیمه ایزو قوماندانانو په شمول ۶ تنه وسله وال ترهګر له منځه وړل شوي ، د کندز ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې ۱۱ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۱۴ تنه ټپیان او د دشمن ۳ پټنځایونه له منځه وړل شوي او د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې ۴ تنه داعشیان وژل شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د پکتیا ولایت د زرمت په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې یو تن وسله وال ترهګر ټپي د هلمند ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې ۱۵ تنه وسله وال ترهګر ټپیان او د ارزګان ولایت د دهراوود په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر نیول شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی