په ژوندی پڼه خپرونه
    Иракские беженцы в очереди за продуктами в Мосуле

    په اروپاکې د افغان کډوالو ستونز ي

    © REUTERS/ Suhaib Salem
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1520

    په اروپاکې میشت کډوال او د چارو کارپوهان په دې باور دې که افغان حکومت په اروپاکې میشتو کډوالو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي نو یو انساني ناورین به رامنځته شي.

    دچارو کارپوهان په دې باور دې چې یاد کډوال چې له ګڼو ستونزو سره ځانونه اروپا ته ورسوي او بیا هلته د ستونزو سره مخ شي په زیات شمیر یې په نشه یې توکو اخته شوي او ډېرکله ترې داسې کړنې کیږي چې د دوي د مرګ سبب هم کیږي.

    دوي زیاتو یو شمیر هغه کډول چې بیرته هېواد ته رالیږل شوي په اسانه د وسله والو د دسیسو ښکار کیږي او هغوي د خپلو موخو لپاره کاروي چې دا ننګونکي ستونزه ده.

    کارپوهان دا هم وایي که حکومت په داخل د افغانستان کې د خلکو سرومال خوندي کړي نو بیا به هېڅوک دا هڅه ونه کړي چې په مرګونو لارو دي اروپایي هېوادونو ته د سفر زړه ښه کړي.

    دخلکو او کارپوهانو دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې اوسمهال د افغانستان په اکثر ولایتونو کې امنیتي وضعت د پخوا په پرتله ترینګلی شوی او یوځل بیا ځوانان هڅه کوي چې د سختیو سره سره خپل ځانونه اروپایي هېوادونو ته ورسوي خو هلته پرې د یادو هېوادونو له لورې د ژوند کولو ساحه تنګه شوي او د ګڼو ننګونکو ستونزو سره مخ دي.

    په همدې اړه د چارو کارپوه اسدالله دولتزي وویل که حکومت په اروپایي هېوا دونو کې د کډوالو ستونزو ته رسیدګي ونه کړي او په داخل د افغانستان کې امنیتي وضعت ښه نه کړي نو لرې نه ده چې افغانان به د یو لوي انساني ناورین سره مخ شي.

    دولتزي سپوتنیک ته وویل: (هېواد کې امنیتي وضعت نازک دی رښتیا هم کډوال له هېواده زیات تللي دي هلته هم په بد وضعت کې دي خو امنیتي ستونزې حل دي که دوي ته هلته د اوسیدو زمینه برابره نه شي او بیرته هېواد ته راووشړل شي نو ضرور ده چې دلته به د وسله والو طالبانو د هدفونو
    ښکار شي او هېواد ته به بل سردرد شي.))

    .

    په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هم په اروپایي هېوادونو کې د کډوالو ستونزې مني خو وایي دوي هم په دې برخه مې غلي نه دي ناست او ستونزو ته یې یو څه رسیدګي شوې ده.

    د افغانستان د کډوالو او بیرته راسیتندیونکو چارو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخیل وویل چې دوي هڅه کوي په اروپاکې د کډوالو ستونزې حل کړي او په خبره یې په دې برخه کې د اروپایي هېوادونو سره یوه هوکړه هم شوې ترڅو هغه افغان کډوال چې اسنادي د منلو وي وبه منل شي او هغه چې اسناد یې رد کیږي هغوي به په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي او یا په درې محکمو کې دوي ته دمراجعې حق ورکول کیږي او که بیا یي هم اسناد د محکمو له خوا رد شول نو بیا افغان حکومت مکلفیت لري چې د اروپایي هېوادونو سره یو ځای په دې اړه پریکړه وکړي او په دې برخه کې کار روان دی.

    میاخیل سپوتنیک ته وویل: ((موږ دا ستونزه جدي نیولې رښتیا هم دا یوه لویه ستونزه ده خو د اروپایي هېوادونو سره یوې هوکړې ته رسیدلي یو ترڅو هلته هغه افغانانو ته چې قانوي اسناد لري وبه منل شي او هغه چې اسناد یې رد کیږي هېواد ته به راستانه شي.))

     

    میاخیل هم وایي که اروپایي هېوادونه چې هلته افغان کډوال ورغلي دي دوي سره مرسته ونه کړي، پنا ورنه کړي او یا ورته بیرته چې هېواد ته راګرځول کیږي د کار زمینه ورته برابره نه کړي نو دا کډوال به د حکومت د مخالفینو د دسیسو ښکار شي او هېواد ته به یو لوی سردرد شي.

    ((ریښتیا هم دا لویه ستونزه ده که دوي ته د کار زمینه په کور دننه برابره نه شي ضرور به د وسله والو د دسیسو ښکار کیږي.))

    د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې ټولټال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان کډوال شوي چې له ډلې یې څلور لکه او اتیا زرو زیات افغانان اروپا ته کډوال شوي چې ځینې یې منل شوي او ځینې یې لا نه دي منل شوي.

    دا چې څومره ژر به دا ستونزه حل شي وخت به یې ځواب کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی