په ژوندی پڼه خپرونه
    په جرمني کی ښوونځي «لمسوونکۍ عبادت» منعه کړی

    د افغانستان لومړۍ میرمن: د ماشومانو ودول د افغاني ټولنې له پاره خطرناک دی

    © AP Photo/ Markus Schreiber
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 303

    د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني وايي، د ملي یووالي حکومت له وخت وړاندې د ماشومانو ودولو مخنیوي په برخه کې کلک هوډ لري.

    بي بي ګل غني زیاته کړه، د ماشومانو ودول د افغاني ټولنې له پاره خطرناک دی او باید له دې ښکارندې سره جدي مبارزه وشي.

    د کم عمره ماشومانو ودولو مخنیوي په موخه ملګرو ملتونو، د ښځو چارو وزارت، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او یو شمېر ملي او نړیوالو بنسټونو د دې ښکارندې له منځه وړلو په پار عملیاتي پروګرام ترتیب کړی دی.

    د افغانستان لومړۍ مېرمن بي بي ګل غني په دې اړه کابل کې جوړې شوې غونډې ته وویل، د ملي یووالي حکومت له وخت وړاندې د ماشومانو ودولو مخنیوي په برخه کې کلک هوډ لري.

    بي بي ګل غني وايي، د ماشومانو ودول د افغاني ټولنې له پاره خطرناک دی او باید له دې ښکارندې سره جدي مبارزه وشي.

    لومړۍ مېرمنې وویل، افغانستان یوه سوکاله او هوسا ټولنه غواړي.

    غونډې ته د کاناډا سفیر کینت نیفلند وویل، بېوزلي او غربت د ماشومانو ودولو اصلي لامل دی او هېواد یې ژمن دی، چې له افغانستان سره یو ځای د دې ښکارندې د مخنیوي په برخه کې مرستې وکړي.

    په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ نفوسو وضیعت په اړه د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري خپور شوی راپور وايي، د پراختیا په حال کې هېوادونه چې افغانستان هم په کې شامل دی هره ورځ یو له درې کسانو له ۱۸ کلونو په کم عمر کې ودېږي.

    دغه پروګرام د ملګرو ملتونو ټولنې صندوق او کاناډا په مالي ملاتړ کابل کې پرانیستل شوی دی.

    د ماشومانو ودونه په ټولنه کې ناوړه ټولنیزې او روغتیايي پایلې لري، چې د زېږون له ستونزې نیولې د میندو او ماشومانو مړینې لوړه کچه په کې شامل دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی