په ژوندی پڼه خپرونه
    Мужчина за рулем автомобиля

    پولیسو د موټرو غله نيولي

    © Fotolia/ Anyaberkut
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2822

    د کندهار د جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليس وايي، چې د موټرونو څلور غله يې د کندهار په لسمه حوزه کې نيولي دي.

    امنيتي چارواکي وايي، د کندهار پولیسو څلور تنه هغه غله نیولي چې په کابل، هرات او کندهار ښار کې يې موټرونه غلا کول.

    د کندهار د امنیه قومندانۍ مرستیال ویاند وايي، چې دغو څلورو تنو غلو په کندهار، کابل او هرات ولایتونو کې موټرونه غلا کول او بیا به يې په کندهار کې خرڅول.
    مرستیال ویاند وايي، چې د جنایي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیسو دا څلور تنه د کندهار د لسمې حوزې په ساحه کې د شپږ عراده موټرونو سر یو ځای نیولي دي.
    بې کاري د اقتصاد کمزوري او ناامني په کندهار ښار کې د وسله والو غلا ګراف لوړ کړی امنیتي مسئولین وايي، چې ددغه ډول غلو مخه به ونیسي.


    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی