په ژوندی پڼه خپرونه
    Ordnance Air Blast

    سناتوران: د امریکا د بريدپرمهال په سيمه کې د داعش جنګياليو حضور نه درلود

    © REUTERS/ Elgin Air Force Base
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23 0 0

    د مشرانو جرګې یوشمیرسناتوران وايي، چې ورته د رسيدلو مالوتو لمخې په اچين کې ترسره شوی هوايي بريد د داعش وسلوالو د اصلي پټنځي پر ځای په خالي سمڅو ترسره شوی او د بريد پرمهال په ياده سيمه کې د داعش جنګياليو حضور نه درلود.

    په داسې حال کې چې حکومت او امريکايي ځواکونو د اچين په درانه هوايي بريد کې د ۹۶ تنو داعش وسلوالو له وژل کېدو خبر ورکړی، خو د مشرانو جرګې يو شمېر بيا ياد ارقام او د بريد هدف ناسم بولي.

    يو شمېر سناتورانو د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې خبرې کولې ویلی، چې ورته د رسيدلو مالوتو لمخې په اچين کې ترسره شوی هوايي بريد د داعش وسلوالو د اصلي پټنځي پر ځای په خالي سمڅو ترسره شوی او د بريد پرمهال په ياده سيمه کې د داعش جنګياليو حضور نه درلود.

    دوی ټينګار کوي چې حکومت او امريکايي ځواکونه دې د ياد هوايي بريد بشپړه پايلې واضيح کړي.

    په ورته مهال د مشرانو جرګې غړي د ولسمشر اشرف غني پر هغې پرېکړې په اړه هم د وضاحت غوښتنه کوي، چې له مخې يې په ښې حکومتوالۍ کې خپل ځانګړی استازی له دندې لرې کړی.

    افغان امنیتي سرچینې وايي، د اچین په برید کې د پاکستان د پوځ د متقاعدو افسرانو، افغان، تاجک او هندي جنګیالیو په ګډون ۱۳ داعشیان وژل شوي او دا د داعش د بیعت او راټولیدو مرکز و.

    سرچینې دغه قوماندان د شاهد الله افریدي، قوماندان ممتاز، قوماندان ابوبکر اورکزي شیخ اکاش اورکزي، محمد هندي وګړی، قوماندان الاګیتا هندي، قوماندان یاسر خراسانيو افتاب پنجابی، حمزه اورکزي او سعد کونړي په نامه یادوي.

    امنیتي سرچینې وايي، پاکستان تازه دداعش خلافت راډیو لپاره دې ډلې ته دوه ټرانسمیټرونه ور کړي او یو شمېر طالبانو ته د داعش بیرغ د پورته کولو سپارښتنه شوې ده.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی