په ژوندی پڼه خپرونه
    کریم خرم

    امریکا د افغانانو له ذهنونو څخه د مور بم انځور پاکوي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    118430

    د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبد الکريم خرم وايي: « اوس په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د استخدام شويو کسانو له لوري د څلورسوه بستريز روغتون د جنايت عکسونه خپرېږي، پر دې روغتون بريد يو غير انساني او وحشي عمل و، چې په عجيبه توګه د خلکو په ذهنونو کې کښېناست او د اچين د بمبارۍ له پاره يې زمينه برابره کړه».

    خرم وړاندوينه کړې ده، چې امريکا ښايي اچين کې د بمونو مور د هېرولو په موخه هېواد کې پر ولسي وګړو کوم بل خونړی بريد وکړي.

    نوموړي ويسا ورځپاڼې سره خبرو کې څرګنده کړې ده، چې پر سردار داود خان روغتون ترسره سوی جنايت د دې له پاره و، چې اچين کې د بمونو مور د کارولو له پاره ذهنونه تيار کړي.

    سره له دې چې داعش ډلې پر دغه پوځي روغتون د بريد مسووليت پر غاړه واخيست، خو خرم وايي، چې دا او د ضيا مسعود د ګوښه کولو په څېرې پېښې د دې له پاره ترسره کېږي، چې اچين کې ترسره سوې غوندې پېښو ته خلک اماده کړي او بېرته له ذهنونو هېرې سي.

    د پخواني ولسمشر د دفتر رييس وايي: «اچين کې د بمونو مور استعمالول يو وحشي عمل و، چې بېلابېلې موخې يې تعقيبولې: له يوه پلوه امريکا خپله دغه خطرناکه وسله د لومړي ځل له پاره د جګړې په واقعي ميدان کې وازمويله، له بله پلوه لکه د امريکا د ولسمشر مرستيال چې وايي، شمالي کوريا ته يې پرې پيغام ورکړ او له بله پلوه يې مسکو کې د سولې غونډه پرې سبوتاژ کړه».

    ګڼ شمېر عامو افغانانو او سياستوالو د دې بم کارولو پر ضد غبرګون وښود، خرم دې ته په اشاره وايي: «اوس اوس په ټولنيزو رسنيو کې د امريکا د استخدام شويو کسانو له لوري د څلورسوه بستريز روغتون د جنايت عکسونه خپرېږي، پر دې روغتون بريد يو غير انساني او وحشي عمل و، چې په عجيبه توګه د خلکو په ذهنونو کې کښېناست او د اچين د بمبارۍ له پاره يې زمينه برابره کړه».

    خرم وړاندوينه کوي: «اوس چې اچين کې د دغه ستر بم د کارونې پر وړاندې منفي غبرګونونه په ډېرېدو دي، ډېر امکان شته، چې د «داعش» په نوم په پلازمېنه کابل يا بل ولايت کې د داود خان روغتون په څېر پر ولسي وګړو عمليات ترسره سي، څو ذهنونه د بمونو مور استعمالول ومني».

    اچين کې د امريکا له لوري د استعمال سوي ستر بم د ځاني او مالي تلفاتو په اړه تر دې دمه هيڅ کره معلومات نه دي ورکړل سوي او نه خبريالان د پېښې ځای ته پرېښودل سوي دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی