په ژوندی پڼه خپرونه
    جنرال دوستم د ترکمنستان پولو سره نژدی ولایت کی د طالبانو پر ضد د پوځی عملیاتو د پیل اعلان وکړ

    له حکومت سره د جنرال دوستم مقاطعه

    © AP Photo/ Aijaz Rahi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 26311

    د جنبش ګوند وایي، جنرال دوستم اوس مهال د یوه ایتلاف د رامنځ ته کولو په حال کې دی، څو له ولسمشر غنی سره د کار د دوام څرنګوالی مشخص کړي.

    جنرال عبدالرشید دوستم او د هغه ملاتړي له ولسمشر غني سره خپله سیاسي مقاطعه اعلانوي.

    د جنبش ګوند له حکومت سره د سیاسي مقاطعي لامل د ولسمشر له لوري د جنرال دوستم د صلاحیتونو محدودول ګڼي.

    د ډیرو په باور نوموړی نظربند دی، دجنبش ګوند ویاند بشیر ته ینج بیا د دوستم نظر بندي نه تاییدوي، خو د جنرال دوستم په مشرۍ د نوموړي د سیاسي ملاتړو سره یوځای له ولسمشر سره په نږدې راتلونکې کې د سیاسي مقاطعې خبر ورکوي.

    له حکومت سره د جنرال دوستم د سیاسي مقاطعې موضوع د حکومت لپاره هم ستونزه بلل کیږي.

    د ملي شورا غړي وایي، په حکومت کې دجنرال دوستم رول محوري بڼه درلوده او واک ته یې دولسمشر غني په رسولو کې ټاکونکې ونډه لرله.

    د ولسمشر لومړی مرستیال په داسې حال کې دیوه نوي سیاسي ایتلاف خبر ورکوي، چې ولسمشر تازه د ښې حکومتولۍ په چارو کې خپل استازی له دندې لرې کړی او ښایي نوموړی دجنرال دوستم له سیاسي ایتلاف سره یوځای سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی