په ژوندی پڼه خپرونه
    په افغانستان کې د متخاصمو ډلو ترمنځ په نښتو کې ۴۰ طالبان وژل شوي دي

    د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو

    © AFP 2017/ Noorullah Shirzada
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    هوايي او ځمکي عملیات تېره شپه ۱۱ نیمې بجې داسې مهال پیل شول، چې د طالبانو نومول شوی والي له خپلو مهمو کسانو سره پر بغلان باندې د یو برید لپاره د پلان طرحه جوړوله.

    د بهرنیو ځواکونو او د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې بېګا شپه د پلخمري په ډنډې غوري سیمه کې د بغلان له‌پاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي هلال مشهور په مولوي لال د دې ډلې له یو شمېر لوړپوړیو غړیو سره یو ځای ووژل شو.
    د ملي اردو د ځانګړیو ځواکونو ویاند احمد جاوید سلیم وایی، چې دا هوايي او ځمکي عملیات تېره شپه ۱۱ نیمې بجې داسې مهال پیل شول، چې د طالبانو نومول شوی والي له خپلو مهمو کسانو سره پر بغلان باندې د یو برید له‌پاره د پلان طرحه جوړوله. د سلیم پر وینا، په‌دې عملیاتو کې د غوڅ ماموریت ځواکونو هم مرسته کړې‌ده.
    د سرچینې په خبره، په وژل شویو کې د طالبانو ۱۵ لوړپوړي او کلیدي غړي شامل دي او ویل کېږي، چې په‌دې کې مخپټي کسان هم شته، چې د پېژندنې په خاطر یې پلټنې روانې دي.
    په ورته وخت کې په مشرانو جرګه کې د بغلان استازی فیصل سمیع وايي، چې د طالبانو نومول شوی والي په‌داسې مهال وژل شوی، چې د حاجي سلطان په نامه د یو شخص په کور کې په شخصي مجلس بوخت و.
    د فیصل په خبره، تر اوسه په‌دې عملیاتو کې د طالبانو د وژل شویو غړيو د ۲۰ تنو د وژل کېدا خبر تایید شوی‌دی.
    طالبانو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی