په ژوندی پڼه خپرونه
    Тело бывшего депутата Госдумы Дениса Вороненкова, убитого в Киеве

    د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان ووژل شو

    © REUTERS/ Valentyn Ogirenko
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8 0 0

    چارواکي وايي چې د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان د ماين په يوه چاودنه کې وژل سوى دى.

    د شینکي ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه چاودنه کې وژل سوی د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال ميرويس خان نورزي وويل، چې وسله والو طالبانو تېره شپه په يوولس نيمو بجو د شينکۍ ولسوالۍ اړوند د سيوري سيمې پر يوې پوستې بريد کړى و.

    هغه زياته کړه د شينکۍ امنيه قوماندان سيف الله هوتکي يادې ساحې ته د پوليسو د مرستې په موخه روان و چې په لاره کې يې پر ټانک د ماين چاودنه سوې ده.

    د نورزي په وينا، په دې چاودنه کې د شينکۍ ولسوالۍ امنيه قوماندان هوتکي له خپل يوه ساتونکي سره وژل سوى او څلور نور پوليس ټپيان دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی